لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل : په نړیوالی مهمان خانی د طالبانو برید کې نهه کسان وژل شوي


د افغانستان پایه تخت کابل کې په یو نړیوالې مهمان خانې شوي برید کې د ملگرو ملتونو شپږ کارکونکو په نهه کسان وژل شوي دي.
ځاي چارواکو ویلي درې وسله وال کسان چې افغان پولېسو وردي او ځان وژونکي جېکټې یي هم اغوستې وی په دغه مهمان خانه برید وکړو.
برید کونکو د څه وخت لپاره امنیتي ځواکونو سره انښته وکړه او بیا خو یا ووژل شو او یا ځانونه الوزولو.
په دغه اتښت کې دوه امنیتي کارکونکي او یو ملکي کس هم وژل شوی دی.
د طالبانو یو ویاند ددغه برید مسولیت په غاړه اخستې دی او ویلي دي چې دغه برید د راتلونکي میاشت کیدونکي د جمهوررئیسۍ ټاکنو دویم پړاو د گډوی لپاره لومړی گام دی.
جنگیالو د شورو په ورځ یو اعلی هوټل او د جمهوررئیس په ماڼی هم راکټی داغلی دي خو کوم زیان یي نه دی کړی.
په افغانستان کی د ملگرو ملتونو د دفتر رئیس دغه حملی وغندلی او اعلان یی وکړ چه دا کار به ملگری ملتونه ونه ډاروی او خپل کار ته به دپخوا په شان په افغانستان کی دوام ورکوی.
د امریکا د سفارت خانی یوه مطبوعاتی بیانیه چې نن په کابل کی خپره شوې وایی چې په ملکی خلکو باندی د طالبانو حملی ددی باعث نه شي جوړیدی چې امریکا د انتخاباتو لپاره او د افغانستان د اولس سره خپلې مرستې کمې کړي.

Keywords: Kabul, guest house, united nations, Afghanistan, militants
XS
SM
MD
LG