لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځی ادعا :جنوبي وزيرستان کې تراوسه ٢٦٤جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس ويلي دي امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد روانو عملياتو کې تراوسه ٢٦٤ ترهگر وژلي دي اواوس جنگيالي په وزيرستان کې دپوځ دمقابلې کولو پځايې ددغه ځايې څخه تيښته کوي.
ښاغلي عباس په جنوبي وزيرستان کې ترهگرو سره دنښتو په مهال د٣١ؤ عسکرو دوژنې خبر هم ورکړو.
دشوروپه ورځ دپاکستان داطلاعاتو او نشرياتو مرکزي وزير قمر زمان کائره سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ميجر جنرال اطهر عباس وويل امنيتي ځواکونو دجنډوله څخه وړاندې تر ١٦ؤ کلو ميټرو پورې پرمختگ کړى دى او دازبک جنگيالو په مرکز کاني گورم دواک ترلاسه کولو لپاره عمليات روان دي.
دتير يو شواروز په مهال په جنوبي وزيرستان کې دپوځ او جنگيالو ترمينځ دنښتو په هکله پوځي وياند وويل امنيتي ځواکونو ٢٥ تندلاري وژلي دي.
هغه وويل تندلارو سره په نښتو کې ٥ عسکر هم ژوبل شوي دي.
نوموړي وويل اوس مهال کاني گورم ددريوؤ اړخونو څخه دپوځ په ولکه کې دى او ازبک جنگيالي ددغه ځايې څخه تيښته کوي.
ښاغلي عباس دپيښور دچاؤدنې غندنه وکړه او وې ترهگر په وزيرستان کې دپوځ مقابله نۀ شي کولى ځکه هغوي دغه رقم کارروايۍ کوي.
پوځي وياند داستخباراتي معلوماتو په اساس وويل په وزيرستان کې کم عمره ماشومانو ته دځانمرگي بريدونو تربيه ورکول کيږي او وروستو دهيواد نورو برخو ته دورانکارۍ دپاره ليږدول کيږي.
هغه وويل په دغه هکله امنيتي ادارې بيخي چمتو دي.
دپوځي وياند ويناوه په سراروغه کې يې تر څلورو کيلو ميټرو پورې غرونه دطالبانو څخه پاک کړي دي.
هغه وويل دترهگرو تربيتي مرکز کوټکۍ کې دترهگرو ٢٥ دتربيې مرکزونه چې پکې نهه په غرونو کې جوړ شوي وؤ تباه کړل شوي دي.
ښاغلي عباس ادعا وکړه چې ترهگر اوس دپښو څخه پريوتي او هغوي هيڅ رقم مقاومت نۀ شي ښودلى.
ديوې پوښتنې په ځواب کې جنرال اطهر عباس وويل ترهگرو محسود قبائيل يرغمال کړي وؤ.
هغه وويل دوزيرستان په عملياتو کې پوځ ته دقبائيلو او اولس کوټلى ملاتړ ترلاسه دى.
دنوموړي وينا وه تندروه طالب کمانډران ولي الرحمان او قاري حسين په وزيرستان کې موجود دي او په سوات کې پوځ دطالبانو مشر مولانا فضل الله پورې درسيدو هڅه کوي.
هغه وويل دثبوتونو ترلاسه کيدو سره سم به دمولانا فضل الله پر ضد گيره تنگه کړل شي.
همدغه راز قمر زمان کائره وويل پوځ ته په اوسنيو حالاتو کې دهر رقم مرستو ورکولو لپاره حکومت چمتو دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG