لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باړه: بمي چاؤدنه کې اووه عسکر وژل شوي دي


د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان خيبر ايجنسۍ په باړه کې دبمي چاؤدنې له امله اووه عسکر وژل شوي دي.
امنيتي او پوځي چارواکو ددغه پيښې پخلى کړى او ويلي يې دي چې دپوځ لپاره خوراکي وړونکي دوه گاډي هم په دغه چاؤدنه کې تباه شوي دي.
دسيمې څخه سرچينوډيوه راډيوته وويل دپوځيانوکاروان دخيبرايجنسۍ په لرې پرتوسيموکې ځايې پځايې کړل شوؤ پوځيانوته خوراکي مواد رسؤل چې دسورغرسيمه کې دهغوئ دکاروان څخه يوگاډى په مائن والوځول شو.
داستخباراتي چارواکو له مخې په خيبر ايجنسۍ کې په پاکستاني پوځيانو دغه بريد وروسته له هغې ترسره شوې چې دخالي په ورځ دجيټ الوتکو لخوا داورکزۍ ايجنسۍ په مامونزۍ، ميدان او ډبورۍ سيمو کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود درې ځائيونه په نخښه کړى شول چې پکې لږ ترلږه ٨ جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
تراوسه ددغه بمي بريد مسوليت کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى خوحکومت دتيرودوؤ مياشتوراهسې په خيبرايجنسۍ کې د غيرقانوني گرځول شوي تندروه مذهبي تنظيم لښکراسلام په ضدپوځي عمليات پيل کړي چې پکې تردې مهاله په شلگونوجنگيالي اؤ گڼ شميرپوځيان وژل شوي دي.
دلښکراسلام ډلې مشرمنگل باغ چې دپاکستاني استخباراتي شبکوسره په پټه توگه دلارلرنې تورپرې لگول کيږي وايي هغه دپاکستان په پوځيانودبريدونوپلوي نۀ دى خوددې باوجود هم په دغه قبائيلي سيمه کې زياتره وخت دامنيتي ځواکونودگاډومخې ته دمائنونوچاودنې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG