لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل : ډاکټرعبدالله عبدالله د ټاکنو  بائیکاټ اعلان کړى دى


د افغانستان دجمهوري رياست دټاکنو ددوهم پړاؤ لپاره په ميدان کې ولاړ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله دروانې مياشتې په ٧مه نيټه کې دترسره کيدونکو ټاکنو څخه بائيکاټ يا پريکون اعلان کړى دى او په افغان اولس يې غږ کړى دى چې دموجوده انتخابي کميسون لاندې ترسره کيدونکې ټاکنې ونۀ مني.
دافغانستان په پايتخت کابل کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ډاکټر عبدالله وويل دروڼ انده او بې پلوه ټاکنو دترسره کولو په هکله دهغه غوښتنې رد کړل شوې ځکه نو اوس په افغانستان کې روڼ انده ټاکنې ممکن نۀ دي.
دافغانستان دټولټاکنو کميسون دډاکټر عبدالله لخوا دټاکنو ددوهم پړاؤ څخه دپريکون اعلانولو په اړه ويلي دي کميسون به دگل دورځې پورې خپله پريکړه اعلان کړي.
دښاغلي عبدالله لخوا دټاکنو دعمل څخه دبائيکاټ وروستو اوس افغان جمهوررئيس حامد کرزى دافغان جمهوري رياست ټاکنو کې برخه اخستونکى يواځينى کانديد دى.
ډاکټر عبدالله وويل بايد دبې پلوه ټاکنو کولو لپاره ازاد انتخابي کميسون جوړ کړل شي ځکه چې دجمهوري رياست دټاکنو کيدو څخه وروستو افغان اولس په هيواد کې دحقيقي بدلون هيله لري.
نوموړي وويل حکومتي چارواکو دبې پلوه او روڼ انده ټاکنو کيدو په هکله دهغه غوښتنې ونۀ منلې ځکه نو هغه به دجمهوري رياست دټاکنو په دوهم پړاؤ کې برخه نۀ اخلي.
عبدالله تور ولگولو چې دافغانستان دټاکنو دکميسون چارواکي دکرزي مرسته کوي او داگست په مياشت کې ترسره شوؤ ټاکنو کې يې هم ټگي کړې وه.
نوموړى دافغانستان دټاکنو په کميسون کې موجودو کومو خلکو چې دحامد کرزي لپاره انتخابي درغلۍ وکړې هغوي اوس هم پخپل ځايې موجود دي ځکه نو دبې پلوه ټاکنو ترسره کيدو احتمال نۀ شته.
ډاکټر عبدالله عبدالله غوښتنه وکړه چې دټاکنو دکميسون مشر دې دخپلې څوکۍ څخه لرې کړل شي.
نوموړي وويل حامد کرزي دهغه دټاکنو دکميسون دمشر لرې کولو دغوښتنې منلو څخه انکار کړى دى
عبدالله وويل هغه دټاکنو ددوهم پړاؤ پلوي نۀ ؤ بلکې دلومړي پړاؤ په ټاکنو کې دشفافيت او غيرجانبدارۍ غوښتنه يې کوله.
ډاکټر عبدالله عبدالله دافغان جمهوري رياست دټاکنو څخه په داسې حال کې پريکون اعلان کړى چې طالب جنگيالو په دوهم ځل هم دافغان جمهوري رياست دټاکنو په عمل کې دخنډانو راولاړولو دړکه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دامريکا جمهوررئيس براک اوباما غواړي په افغانستان کې دجمهوري رياست دټاکنو ترسره کيدو څخه وروستو دغه هيواد ته نور پوځيان هم وليږي او په دې لړ کې هغه دجمعې په ورځ دامريکا لوړپوړو پوځي مشرانو سره ليدلي وؤ.

XS
SM
MD
LG