لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامدکرزۍ یوارې بیا د افغانستان جمهوررئیس غوره کړی شوی دی


د افغانستان د انتخاباتو کمیشن موجوده جمهوررئیس حامد کرزۍ په ووټونو کې بریالی گرځولی دی او دارنگ نوموړی یو وارې بیا د پنځوکلونو لپاره په خپله څوکۍ کښینول شوی دی.
د کمیشن مشرعزیزالله لودین د گل په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې حامد کرزۍ په شلم اگست شوي د وړمبۍ پانړۍ ووټونه گټلي دي اوپه اوم نومبرکیدونکوددویم پړاؤ په انتخاباتو کې یواځنی امیدواروو.
د حامد کرزۍ ترټولو لوې حریف ډاکټرعبدالله عبدالله د اتوارپه ورځ اعلان اوکړوچې هغه به د نومبر په راې اچونه کې برخه نه اخلي ځکه چې په موجوده حالاتو کې دشفافو انتخاباتو کیدل امکان نه لري.
ښاغلي لودین اعلان ووکړو چې دعبدالله عبدالله لخوا دانتخاباتو نه د وتلو ورسته به د دویمې پانړۍ انتخابات اوس نه کیږي او دارنگ حامد کرزی د خپلې څوکۍ لپاره د کال ٢٠٠۴ د انتخاباتو ورسته یو وارې بیا منتخب گرځولی شوی دی.
امریکا، برطانیه او ملگرو ملتونو په بیلابیلو بیانونوکې جمهوررئیس حامد کرزۍ ته مبارکي وړاندې کړه او ددویم پړاؤ د انتخاباتو د ځنډولو هرکلی يي ووکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG