لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزی : اداري فساد به ختموم


په دویم ځل د افغانستان جمهوررئیس جوړیدو وروسته، حامد کرزي ویلي د هیواد نه به بډې رشوتونه ختموي. نوموړي په کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت وویل چې ادارې فساد افغانستان بدنام کړی خو د بډو رشوتونه ختمولو لپاره یې د کوم واضح پلان اعلان ونه کړو.
له دې وړاندې دامريکا جمهوررئيس براک اوباما حامد کرزي ته دتيليفون له لارې په جمهوررئيس ټاکل کيدو مبارکي وويله او وې ويل چې اوس وخت راغلى دى چې ددرغليو څخه پاکې واکمنۍ ته دودې ورکولو ترڅنگ دافغان امنيتي ځواکونو دتربيې هڅې نورې هم چټک کړى شي چې دغه شان افغانانو ته دهغوي خپل امنيت ترلاسه شي.
دخبرو په مهال جمهوررئيس حامد کرزي وويل هغه دهيواد دټولو برخو څخه پخپل حکومت کې خلک شاملول غواړي.
حامد کرزي په طالبانو غږ وکړو چې هغوي په هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره خبرو اترو ته چمتو شي.
دافغانستان دجمهوري رياست په ټاکنو کې دجمهوررئيس حامد کرزي ديواځيني سيال ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا دټاکنو ددوهم پړاؤ څخه دلاس پسر کيدو داعلان څخه وروسته پرون دافغانستان دټاکنو خپلواک کميسون دصدارتي ټاکنو دوهم پړاؤ ختم او حامد کرزى يې په ټاکنو کې ترټولو بريالى کانديد وگرځولو.
په واشنگټن کې خبريالانو سره دخبرو په مهال د امريکا جمهوررئيس براک اوباما وويل حامد کرزي ورته باور ورکړى دى چې هغه دوخت دضرورت څخه خبر دى.
اخوا دافغانستان گاونډي هيواد پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري هم خپل افغان سيال ته په بيا جمهوررئيس ټاکل کيدو مبارکي ويلي ده او دافغان حکومت او افغانانو سره يې دهغوي په پرمختيا کې دخپلې مرستې څرگندونه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG