لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :دریم نومبرد تورې ورځې په توگه نمانځل شوى


د پاکستان دپخواني پوځي جمهوررئيس جنرال ريټائرډ پرويز مشرف لخوا دکال ٢٠٠٧م په ٣مه نيټه دبيړني وضعيت دپځايې کولو پرضد دنهې په ورځ په پاکستان کې حکومت ، سياسي گوندونواو وکيلانو ددريم نومبر دتورې ورځې په توگه نمانځلى دى.
په دغه هکله په قومي اسمبلۍ کې حکومتي او مخالفو غړو ويناوې کړي دي اراده يې څرگنده کړې ده چې دډيموکراسۍ او اساسي قانون دسرلوړۍ دپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په غونډه کې داپوزيسون دپارلمان غړو څخه علاوه وزيراعظم يوسف رضا گيلاني او دواکمن پيپلز گوند غړو هم په مټونو تورې پټۍ تړلې وې.
دمحنت او بشري قوت مرکزي وزير خورشيد شاه په ايوان کې دوينا په مهال وويل په ٣م نومبر يو امر دطاقت په زور په هيواد کې بيړنى وضعيت پځايې کړى ؤ.
دمسلم ليگ(ن) پارليماني مشر چوهدري نثار علي دخورشيد شاه دوينا هرکلى وکړو او دپرويز مشرف لخوا يې په هيواد کې دبيړني وضعيت پځايې کول دهيواد په سياسي تاريخ يو تور داغ وگرځولو.
داپوزيسون گوند مسلم ليگ(ن) دقومي اسمبلۍ غړو دبيړني وضعيت دپځايې کولو په ضد دپارلمان هاؤس څخه سترې محکمې پورې لاريون وکړو.
په دغه لاريون کې دپيپلز گوند او په واکمن ائتلاف کې دشاملو گوندونو نور غړي هم شامل وؤ.
خو دمسلم ليگ(ق) او ايم کيو ايم داسمبلۍ غړو نۀ خو په لاسونو تورې پټۍ تړلې وې او نۀ يې په دغه لاريون کې برخه واخسته.
بايد وويل شي کله چې دپاکستان پخواني پوځي جمهوررئيس پرويز مشرف په هيواد کې بيړنى وضعيت پځايې کړو نو دغه دواړه گوندونه دهغه نزدې ملگري وؤ.
دسياسي گوندونو سره دتعلق لرونکو کسانو څخه علاوه وکيلانو او دمدنې ټولنې غړو هم دپرويز مشرف لخوا دوه کاله دمخه پځايې کړل شوى بيړنى وضعيت دتورې ورځې په توگه ونمانځلو او هغوي دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې لاريونونه هم وويستل.
بايد وويل شي دپوځي واکمن پرويز مشرف لخوا په هيواد کې بيړنى وضعيت پځايې کول سږ کال سترې محکمې هم غير قانوني گام گرځولى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG