لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټرعبدالله: د حامد کرزی انتخاب غیرقانونی دی


د افغان جمهوررئیسۍ ټاکنو کې د حامد کرزی سیال ډاکټرعبدالله عبدالله ویلی چې د ښاغلي کرزي یوځل بیا منتخب کیدل غیرقانوني دی او د به د بډو رشتونو په مخنیوي کې د حکومت هڅو ته زیان رسوي.
ښاغلي عبدالله په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې د افغان الیکشن کمیشن سره د اختیار نشته چې ټاکنو کې د حامد کرزی د بریالیتوب اعلان وکړي.
نوموړي وویل چې هغه په فکر کوم حکومت چې پداسې بنیاد جوړ کړی شي او بیا دا دعوی کوي چې دا به د قانون واکمني راولي او د افغانستان د خلکو ارمانونه به پوره کړي یو حکومت چې پداسې غېرقانونی فېصله باندې راغلی وي هغه به ددغه ادعاو سر ته رسولو قابل نه وي.
د افغانستان ازاد انتخابي کمیشن د عبدالله عبدالله لخوا د دویم پړاو انتخابونو نه د بایکاټ وروسته حامد کرزی د بریالیتوب اعلان وکړو.
د نهې په ورځ غربی مشرانو په حامد کرزي غږ وکړو چې د هېواد حکومت او امنیت ښه کولو او بډو رشوتونو مخنیوی باندی زیاته توجه ورکړي.
افغان جمهوررئیس حامد کرزي پایه تخت کابل کې یو خبري کانفرنس کې ژمنه کړی چې په حکومت کې دننه به بډی رشوتونه ختموي خو په دغه لړ کې کوم تفصیل یي ور نه کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG