لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل :ملگري ملتونه افغانستان څخه خپل غيرملکي مامورين اوباسي


ملگرو ملتونو دامنيت دانديښنو له امله خپل په سوونو غيرملکي مامورين په موقت ډول دافغانستان څخه بهر ليږدول پيل کړي دي.
دملگرو ملتونو دادارې وياند عليم صديقي په دغه هکله ويلي دي دا مهال په افغانستان کې لږ ترلږه ١١٠٠ غيرملکي مامورين فعاليت کوي چې دهغوي دجملې څخه د٦٠٠ؤ مامورينودافغانستان خوندي سيمو ته دليږلو او دنورو ددغه هيواد څخه دويستلو پريکړه شوې ده.
ملگرو ملتونو دغه پريکړه وروستو له هغې کړې ده چې تيره اوونۍ يې دافغانستان په پلازمينه کابل کې په يو ميلمستون ترسره شوي ځانمرگي بريد کې 5 غيرملکي مامورين وژل شوي وؤ.
څيړونکي دملگرو ملتونو دغه گام په افغانستان کې دثبات دټينگښت دپاره دنړيوالې ټولنې هڅو ته يوه ستره ضربه بولي خو په کابل کې دملگرو ملتونو وياند دټولو پروژو ددوام هوډ څرگند کړى او ويلي يې دي افغانستان څخه په عارضي توگه دمامورين بهر ته ليږلو سره به دمرستې فعاليتونه نۀ اغيزمن کيږي.
هغه دملگرو ملتونوپه ميلمستون دتندلارو دبريد په يادولو سره وويل تيره اوونۍ چې کومه بده پيښه رامينځته شوې وه دهغې په نظر کې نيولو سره ملگرو ملتونو پريکړه کړې ده چې دامدادي فعاليتونو ترڅنگ به دخپلو مامورينو تحفظ هم باوري کوي.


Keywords: united nations, relocation, international, Afghanistan, security

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG