لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاک پوځ : عملياتو کې ٢٨ جنگيالي او پنځه پوځيان وژل شوي


د پاکستان پوځ وايي دتير يو شواروز په مهال يې په جنوبي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد روانو عملياتو کې ٢٨ جنگيالي وژلي دي اوپنځه يې نور ژوندي نيولي دي.
دزيارت په ورځ دپاکستان دپوځ لخوا جاري شوي بيان کې ويل شوي دي د جنوبي وزيرستان په سرا روغه سيمه کې دپاکونې دعملياتو په مهال ديو افسر په گډون ٥ عسکر وژل شوي او او دوه نور په يوه چاؤدنه کې ژوبل شوي دي.
دپوځ له مخې دنښتې په مهال ١٦ ترهه گر وژل شوي او ٥ نور ژوندي نيول شوي دي.
دپوځ وينا ده په غونډه سر، او منگوره سر ترهه گرو راکټونه داغلي او دپوځ او تندلارو ترمينځ نښته کې ٧ جنگيالي وژل شوي دي.
دپوځ له مخې په لوگرمنزه، سپين قمر او اوچه کاونه سيمو کې امنيتي ځواکونو کور په کور دلټونې او پاکونې عمليات ترسره کړل او په چينه سيمه کې اوس هم دلټونې عمليات روان دي.
پوځ وايي په ليته سر ترهه گرو په سپکو وسلو سره بريد وکړو او نښته کې ٥ تندلاري ووژل شول.
پوځ درزمک مکين څخه په دروند مقدار کې دتندلارو څخه دلاسته دلاسته راوړنې ادعا هم کړې ده او وايي بنگل خيل سيمه يې دتندلارو څخه پاکه کړې ده.
دپوځ وينا ده داسمان منزې څخه گډايي پورې سيمه يې دتندلارو څخه پاکه کړې او امنيتي ځواکونه دغلته دپښو مضبوطولو په حال کې دي.
په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد داکتوبر د١٧مې نيټې څخه پيل کړل شوؤ عملياتو کې تراوسه پوځ دکاني گرام په گډون دتندلارو په مهمو ځائيونو واک ترلاسه کړى چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود پلرنى کلى کوټکۍ هم شامله ده.
همدغه راز دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې پوځ تر دې مهاله د٣٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده او په دغو عملياتو کې شاوخوا ٣٠ پوځيان هم وژل شوي دي.
دازادو سرچينو څخه په جنوپي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتي زيان په هکله پخلى نۀ دى شوى حکه په کومو سيمو کې دا مهال جگړه روانه هلته دخبريالانو تگ مشکل دى.
بايد وويل شي په جنوبي وزيرستان کې دموجودو غيرملکي تندلارو په گډون دخواؤشا ١٠ؤ زرو جنگيالو په ضد شاوخوا ٣٠ زره پاکستاني پوځيان په دغو عملياتو کې برخه اخلي او ورته دتوپو او فضائيې ملاتړ هم ترلاسه دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG