لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بان کي مون: افغانستان به يواځې نۀ پريږدو


د ملگروملتونو دامنيت شورا وايي دافغانستان نوي ټاکل شوي جمهور رئيس حامد کرزي سره په گډه کارکولوته چمتووالى لري.
ددغه نړيوالې ادارې لخوا په جاري شوي بيان کې دملگروملتونو عمومي سکتربان کي مون ويلي دي شورا په جمهور رئيس کرزي ټينگارکړى دى چې په افغانستان کې دامنيت وضعه ښه کړي،غوره حکومت وکړي،دبډو رشوتو،درغليواؤ مخدره موادو دسوداگرۍ مخه ونيسي.
بان کي مون زياته کړې ده تيره اوونۍ کابل کې دملگروملتونو په ميلمستون دطالبانولخوا دترسره شوي بريدڅخه وروستوپه افغانستان کې په دندو بوخت دملگروملتونو يوازځي ٢٠٠مامورين په لنډمهاله توگه دافغانستان خوندي برخويا ددغه هيوادڅخه بهرليږدول کيږي.
هغه وايي نړيواله اداره دافغانستان ديوازې پريښودلوهيڅ اراده نۀ لري.
دافغانستان لپاره دملگرو ملتونودامن مشن مشرکايي ائيدلۀ دې وړاندې ويلي وؤ چې په افغانستان کې په دندو بوخت دملگروملتونوخواوشا ٦٠٠مامورين به دافغانستان څخه نوروهيوادونوته ليږدول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG