لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما : د فورټ هوډ پېښه زړه ماتونکي  او د سپکتیا وړ ده


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د زیارت په ورځ د فورټ هوډ پوځی مرکز کې شوي پېښه زړه ماتونکي او د سپکتیا وړبللې ده.
ښاغلي اوباما د خالي په ورځ خپلې اونیز وینا کې د هغه عسکرو چې دغه وژنې ودرولو هڅې کولی او د ژوبل شوو ته یي امداد ورکولو د هغو د بهادرې، د څه غرض بغیر او د یو معقصد لپاره یووالي ستاینه کړی ده.
ښاغلی اوباما د پېښې پلټنو مخکې د نتیجو ته رسیدلو باندې خبردارې هم ورکړو. نوموړي د وژل شوو په درناوي کې د ١١ م نومبر پورې په سپېنی ماڼی او د مرکزي حکومت نورو سرکاري ودانیو باندې دامریکا بېرغ تر نیمه زوړندولو امر کړی دی.
د جمعې په ورځ په فورټ هوډ او نور امریکایي پوځي مرکزونو کې د وژل شوو کسانو په درناوي کې د یوې دقیقې خاموشي اختیار کړل شوه.
د وژل شوو کسانو مړي د امریکا ډور هوایي مرکز ته لېږول شوي چرته چې په جگړه کې وژل شوو امریکایي عسکرو مړي لیږول کېږي.
امریکایي پوځ یو درجن د ذهني ټکان کار پوها او پوځي پادریان د ټیکساس فورټ هوډ پوځي مرکز ته لیږي چې د زیارت په ورځ دیرلس کسان په ډزو کې وژل شوي او د ٣٠ څخه زیات شوبل شوي دي.
چارواکي وایي برید کونکي مېجر ندال ملک حسن یو نیم خودکار ټوپک او یوی بلی وسلی سره په پوځیانو او ملکي خلکو ډزی وکړی او بیا دغه تن یو ملکي پولیس په ډزو کې ژوبل شو.

keywords : Obama, fort, hood, army, major, nidal, white house, flag

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG