لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارسده : ځانمرگي بريد کې 20 کسان وژل شوي دي


د صوبه سرحد دسرښار پيښور سره په پيوست چارسده سيمه کې ديو ځانمرگي بريد له امله 20 کسان وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه دنهې په ورځ ماذيگر مهال دچارسدې په فاروق اعظم چوک کې ديو گاډي دننه دايښودل شوؤ چاؤديدونکو موادو له امله شوې ده.
په سيمه کې امدادي هلي ځلي روان دي او ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دچارسدې او پيښور روغتونونو ته رسول شوي دي.
دپيښې په ځايې کې ولاړو گاډو ته زيان رسيدلى يو شمير دوکانونه تباه شوي دي.
دچارسدې دپوليسو مشر رياض خان خبريالانو سره په خبرو کې ويلي دي دچاؤدنې څخه لږه شيبه وړاندې دهغه گاډى ددغه ځايې څخه تير شوى ؤ.
نوموړي وويل په دغه چاؤدنه کې 20 کسان وژل شوي او ٣٠ نور ژوبل شوي دي.
دصوبه سرحد دقانون وزير ارشد عبدالله په سمدستي توگه په دغه پيښه کې دلسو کسانو دوژنې پخلى کړى او پيښه يې په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو غبرگون گرځولى دى.
دپاکستان دپوځ لخوا داکتوبر دمياشتې په نيمايي په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو راپديخوا دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دغه رقم دترهه گرۍ پيښو زور نيولى دى.
پرون هم دپيښور په لطيف ابادسيمه کې په پوليسو ترسره شوي ځانمرگي بريد کې ٤ کسان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG