لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گلگت بلتستان کې ټولټاکنې سر ته رسېدلي


د ٢٣ؤ غړو دغوره کولو لپاره رایی ورکوونکو دخپلې خوښې کانديدانو ته رايې ورکړی او اوس د رایو شمېره پېل شوی ده.
په گلگت بلتستان کې دټولټاکنو لپاره درې زره درايې ورکولو مرکزونه پرانستل شوي او په دغو مرکزونو پنځه زره عسکر دامنيت نيولو لپاره اودرول شوي وو.
دزيارت په ورځ په ټولټاکنو کې برخه اخستونکي سياسي گوند متحده قومي موومنټ تور لگولى چې په دغو ټاکنو کې ټگي کيږي، خو دگلگت بلتسان گورنر قمر زمان کائره ویلي ټولټاکنې دهر رقم ټگۍ او درغلۍ څخه په پاک ډول ترسره کيږي.
دپاکستان دموجوده حکومت له لوري دگلگت بلتستان لپاره داعلان کړل شوې نوې انتظامي او سياسي ځاندرې په اساس کيدونکو دغو ټولټاکنو کې دپاکستان ټول ستر سياسي گوندونه برخه اخلي.
په دغو گوندونو کې واکمن پيپلز گوند، مسلم ليگ(ن)، مسلم ليگ(ق) او متحده قومي موومنټ دذکر وړ دي.
دگلگت بلتستان دقانون سازې اسمبلۍ د٢٤ؤ څوکيو څخه ديوې څوکۍ دپاره دولاړ کانديد دمړينې له امله په دغه سيمه کې ټولټاکنې ځنډول شوي او دنورو ٢٣ؤ څوکيو لپاره دگلگت بلتستان خلکو دسحر د٨ؤ بجو څخه تر ۴و بجو خپلې رايې وکارولی.

XS
SM
MD
LG