لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښورکې یوه بله زوروره بمي چاودنه ٨ تنه مړه، ٣٠ ژوبل


د پاکستان په پیښورښار کې د جمعې په ورځ سهار وختي د امنيتي ادارې دفتر سره نزدې بمي چاودنه کې لږ ترلږه اته تنان وژلی شوې او د دیرشو نه زیات نور خلک زخمیان شوې دي.
د پیښور ډي سي او یا رابطه افسر صاحبزاده انیس وائیس اف امریکا ډیوه ریډیو ته د پېښي په هلکه اویل چې په دې کې اته تنان وژل شوې او د دیرشو نه زیات نور خلک زخمیان شوې دي.
د ډیوه ریډیود خبریالانو ترمخه بمي چاودنه د حکومتي استخباراتي ادارې دفتر سره نزدې اوشوه اود چاؤدنې له امله دفترسره نزدې غټه کنده جوړه شوه. چاودنه دومر زوروره وه چې شاو اوخوا د گنړو ودانو او کورونو ښیښي يي ماتي کړې اود پیښورښار په اکثرو برخو کې د چاؤدنې اوازونه واوریدلی شول.
صاحبزاده انیس ددې ویلو نه ډډه اوکړه چې د بمي چاؤدنې نخښه د استخباراتي ادارې دفتر وو.د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په دغه ودانۍ کې د پاکستان د آي ایس اي نومې ادارې دفتر وو.
په دې ورستیو ورځو کې پیښورکې یوشمیر بمي چاودنې شوې دي چې پکښې گنړشمیرخلک وژل شوې دي، زیاتره پکښې عام شهریان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG