لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور او بنو په ځانمرگي بريدونو کې ١٧ کسان وژل شوي دي


د پاکستان دصوبه سرحد په پایه تخت پيښور کې داستخباراتي شبکې په دفتر او په بنو سيمه کې دپوليسو په يوه تاڼه ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ١٧ کسان وژل شوي او تر ١٠٠ؤ زيات ژوبل شوي دي.
وړومبى ځانمرگي بريد دجمعې دورځې سحر په توره خړه کې دپيښورچاوڼۍ دارمي سټيډيم ترڅنگ داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي په دفتر ترسره شو.
داطلاعاتو صوبايي وزير ميا افتخار حسين خبريالانو ته ويلي په يو شه زور گاډي کې ناست ځانمرگي تن دحساسې ادارې دفتر ته دگاډي وروستلو هڅه کوله او امنيتي ځواکونو په دغه گاډي ناتاره ډزې وکړې.
دميا افتخار حسين له مخې ځانمرگي تن بيا هم ځان دحساسې ادارې ددفتر مخې ته والوځولو چې له امله يې ١٠ کسان ووژل شول او گڼ شمير نور ژوبل شول.
ددغه پيښې له امله داستخباراتي شبکې دوه منزله وداني ړنگه شوې او تر ٤٠ؤ پورې گاډو ته هم پکې زيان رسيدلى دى.
دغه چاؤدنه دومره سخته وه چې غږ يې په پيښور او خواؤشا ټولو سيمو کې اوريدل شوى او زياتره خلک هم ددغه غږ له امله دخوب څخه راويښ شول.
په پيښه کې ژوبل کسان دپيښور ليډي ريډنگ او پوځي يا سي ايم ايچ روغتون ته رسول شوي دي.
دپاکستان سرکاري تيليويزيون په دغه پيښه کې دژوبل شوؤ کسانو شميره د١٠٠ؤ څخه زياته ښودلې ده.
په پيښور کې ددغه خونړي ځانمرگي بريد څخه يواځې يو ساعت وروسته دصوبه سرحد په بنو سيمه کې دبکاخيل په تاڼه يو ځانمرگي بريد ترسره شو چې پکې د٥ؤ عسکرو په گډون ٧ کسان وژل شوي او ١٦ نور ژوبل شوي دي.
دبنو دپوليسو مشر محمداقبال خبريالانو سره په خبرو کې د٧ؤ کسانو دوژنې پخلى کړى دى.
په دغه پيښه کې هم ځانمرگي تن خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دبنو په رنگ سا سړک دبکاخيل تاڼې دودانۍ سره ټکر کړى چې له امله يې دتاڼې وداني په بشپړ ډول ړنگه شوې ده.
په ژوبل کسانو کې درې حوالاتيان او زياتره امنيتي عسکر دي، چې ددرملنې دپاره نزدې روغتونونو ته رسول شوي دي.
دبکاخيل تاڼه دبنو او نيمې قبائيلي سيمې په پوله موقعيت لري او له دې وړاندې هم په دغه تاڼه بريدونه شوي دي.
په پيښور او بنو کې دغه ځانمرگي بريدونه په داسې حال کې رامينځته شوي دي چې حکومت په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په پراخه پيمانه عمليات پيل کړي دي.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين ډيوه راډيو سره دخبرو په مهال دغه بريدونه په جنوبي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو غبرگون وښودلو او وې ويل مونږ ته به دنورو دغسې پيښو دپاره هم په ذهني توگه تيار اوسيدل وي.
هغه وويل حکومت به کله هم په دغسې بزدلانه پيښو دترهه گرو مخې ته سرونه ټيټ نۀ کړي ، بلکې لکه څنگه چې يې په ملاکنډ کې ترهه گرو ته ماتې ورکړه، دغسې به په وزيرستان او نورو قبائيلي سيمو کې هم دترهه گرو نوغى ويستل کيږي.
بايد وويل شي په پيښور او بنو کې دترسره شوؤ دغو ځانمرگي بريدونو مسؤليت تر دې دمه پاکستاني طالبانو يا کومې بلې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى.

keywords: Paksitan, army, militants, taliban, blasts, terrorism

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG