لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان : نښتو کې ١٢ عسکر اوشپږ جنگیالي وژل شوي


د افغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمينځ سختې نښتې شوي چې پکې ١٢ پوځيان او ٦ تندلاري وژل شوي دي.
دپاکستان پوځ دجمعې په ورځ پخپل يو بيان کې ددغو نښتو دتفصيل ښودلو په ترڅ کې ويلي تيره ورځ په لنگرخيل سيمه کې طالبانو سره ديوې نښتې په مهال ژوبل شوؤ ١٠ؤ عسکرو دخپلو زخمونو توان رانۀ وړو او مړۀ شول.
پوځ وايي په احمدوام سيمه کې هم دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ سختې نښتې شوي چې په دغو نښتو کې ٦ طالبان او دوه عسکر وژل شوي دي.
پوځ وايي په دغه نښته کې دوه نور پوځيان ژوبل شوي هم دي.
پوځ ادعا کړې ده چې داحمدوام شمالي برخه يې دتندلارو څخه په بشپړ ډول پاکه کړې ده.
پوځ دا هم وايي چې دتوروام سيمې څخه گيرچاپيره دلټونې عمليات ترسره کړل شوي او دتندلارو يو شمير ودانۍ يې دهغوي څخه پاکې کړي دي.
پوځ منلې ده چې دتير يو شواروز په مهال جنوبي وزيرستان کې په ترسره شوؤ نښتو کې ټول ١٥ عسکر وژل شوي دي.
داکتوبر دمياشتې دنيمايي څخه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو او ترهه گرو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو په مهال دا لمړى ځل دى چې پوځ په دومره لويې کچ دخپلو پوځيانو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
خو دپاکستان پوځ وخت په وخت داسې ادعاوې هم کوي چې دتندلارو ملا يې ماته کړې او هغوي يې دمکين او لدهې ترمينځ راگير کړي دي.
دپوځ ادعا ده چې په مکين ، سراروغه او کاني گرم کې يې يو شمير سيمې دطالبانو دمنگولو څخه خلاصې کړي او هغوي ته يې درنه مرگ ژوبله اړولې ده.
پوځ په دغه نښتو کې دوژل شوؤ طالبانو شميره 524 او دوژل شوؤ پوځيانو شميره 53 ښايي خو ازادو سرچينو ددغه شميرې تصديق نۀ دى کړى.

XS
SM
MD
LG