لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د گلگت بلتستان ټولټاکنو کې پيپلز گوند د ټولو زیاتی څوکۍ گټلي دي


د گلگت بلتستان دقانون جوړونکې اسمبلۍ لپاره دترسره شوؤ ټولټاکنو دلمړيو پائيلو له مخې دپاکستان واکمن پيپلز گوند په ټولټاکنو کې ډاگيز برياليتوب ترلاسه کړى دى.
دغيررسمي نتيجو له مخې پيپلز گوند دغلته ١٠ چوکۍ گټلي او مسلم ليگ(ن)دوه ، متحده قومي موومنټ يو، مسلم ليگ(ق) يو اوجماعت علماء اسلام هم يوه يوه چوکۍ گټلې ده.
همدغه راز په څلورو چوکيو ازاد يا بې پلوه کانديدان بريالي شوي دي.
دگلگت بلتستان د٢٤ؤ چوکيو داسمبلۍ څخه په ٢٣ؤ چوکيو ټولټاکنې دجمعې په ورځ ترسره شوې وې او په يوه حوزه کې دمتحده قومي موومنټ دکانديد دمړينې له امله ټولټاکنې ځنډول شوې وې.
په مجموعي توگه دغلته ټولټاکنې دامن په فضاء کې ترسره شوي خو سيمه ييزه ميډيا وايي دديامير په سيمه کې ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځه په نښته کې ددوؤ کسانو دوژل کيدو او دگڼو نورو دژوبل کيدو راپورونه رارسيدلي دي.
په پاکستان کې مخالفو سياسي گوندونو مسلم ليگ(ن) او مسلم ليگ(ق) دگلگت بلتستان په ټولټاکنو کې دټگۍ تورونه لگولي او دجمعې په ورځ يې دقامي اسمبلۍ دغونډې څخه واک اوټ کړى دى.
دقومي اسمبلۍ غونډې ته دوينا په مهال صدراعظم يوسف رضا گيلاني دگلگت بلتستان په ټولټاکنو کې دټگۍ تورونه رد کړي او وې ويل اوس په ټولټاکنو کې ددرغلۍ واويلا کول يو عادت جوړ شوى دى.
هغه وويل په تيرو وختونو کې هم چې کله په پاکستان کې ټولټاکنې ترسره شوي نو دهغې څخه وروستو بيلا بيلوگوندونو ددرغليو تورونه لگولي وؤ

XS
SM
MD
LG