لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد :دامريکا دقامي سلامتۍ مشاور پاکستاني مشرانو سره ليدلي


د امريکا دقامي سلامتۍ صلاح کار جيمزجونز دجمعې په ورځ دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلى او دغلته يې پاکستاني مشرانو سره دسيمې دامنيت او اړونده خوښۍ په نورو چارو خبرې اترې کړي دي.
امريکايي صلاح کار دپاکستان دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني، دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني او دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په گډون دلوړپوړو چارواکو سره په ليدنو کې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاکستان دکردار ستائينه کړې او ډاډ يې څرگند کړى چې امريکا به دپاکستان سره کوټلې مرسته کوي.
دامريکا دقومي سلامتۍ صلاح کار پاکستان ته دغه سفر په داسې حال کې کړى دى چې اسلام اباد ته دهغه درسيدلو په وخت دصوبه سرحد په پيښور او بنو سيمه کې ددوؤ ځانمرگي بريدونو له امله ١٧ کسان وژل شوي او تر ١٠٠ؤ زيات ژوبل شوي دي.
سرچينې وايي دجيمزجونز سره دليدنې په وخت دپاکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني هوډ څرگند کړو چې پاکستان به دترهه گرۍ په ضد روانې جگړې ته دوام ورکوي.
دسرچينو له مخې صدراعظم امريکايي صلاح کار ته دپاکستان هاغه اړتياوې هم په ډاگه کړي دي چې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يې لري.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانگې پخپل لنډ بيان کې ويلي دي دامريکا دقامي سلامتۍ مشير دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره په ليدنه کې داړونده خوښۍ په چارو خبرې وکړې.
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره دليدنې څخه وروستو ديو جاري کړل شوي سرکاري بيان له مخې جيمز جونز دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاکستان دحکومت، پوځ او اولس هڅې وستائيلې.
دبيان له مخې دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دافغانستان وضعيت او ددغه وضعيت له امله په پاکستان دکيدونکو اغيزو معاملې هم دلوړپوړي امريکايي چارواکي په وړاندې ايښودي دي.
بايد وويل شي دا مهال دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد کوټلي عمليات ترسره کوي او په دغو عملياتو کې يې شاوخوا دپينځه نيمو سوؤ جنگيالو دوژنې ادعا کړې ده
پوځ وايي چې په جنوبي وزيرستان کې تندلارو سره دنښتو له امله د٦٠ؤ څخه زيات پوځيان هم وژل شوي دي.


Keywords: united States, national, security, interest, army, Gillani, kayani


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG