لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايي ايس ايي په دفتر شوي بريد کې مړو شمير 17 ته رسيدلې


د صوبه سرحد سرښار پيښور کې دخالي په ورځ پرله پسې په دوهمه ورځ ځانمرگي بريد ترسره شوى چې پکې5 کسان وژل شوي او ١٤ نور ژوبل شوي دي.
دغه ځانمرگي بريد دپيښور په رينگ روډ دپشتخرې چوک باندې ماذيگر مهال هاغه وخت ترسره شو کله چې پوليسو يو موټر ته داودريدلو اشاره وکړه.
دپوليس سرچينو له مخې په موټر کې ناستي ځانمرگي تن ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته دپوليسو دپوستې ترڅنگ انفجار ورکړو چې له امله يې يوه زورداره چاؤدنه وشوه.
په سم لاسي ډول په دغه پيښه کې 5 کسان وژل شوي او 1 4 نور ژوبل شوي دي.
دپيښور ضلعي انتظامي مشر يا ډي سي او هم په دغه پيښه کې د5ؤ کسانو دوژنې تصديق کړى دى.
ژوبل کسان ددرملنې دپاره د پيښور شيرپاؤ او ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي او دغلته ديو شمير ټپيانو وضعيت مرگونى ښودل شوى دى.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې پرون دجمعې په ورځ هم دپيښور چاوڼۍ دارمي سټيډيم سره نزدې داستخباراتي شبکې په دفتر يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي او تر ٨٠ؤ زيات ژوبل شوي وؤ.
په رينگ روډ دپشتخرې چوک سره نزدې دترسره شوي دغه ځانمرگي بريد مسؤليت تر دې مهاله کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ دى اخستى، خو دصوبه سرحد حکومت دترهه گرۍ دغه پيښې په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو غبرگون بولي او داطلاعاتو صوبايي وزير ميا افتخار حسين دجمعې په ورځ ډيوه راډيو سره په خبرو کې ويلي وؤ چې ددوؤ دريوؤ مياشتو پورې دغه رقم نورې پيښې هم رامينځته کيدلى شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG