لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : پوځي عملياتو او نښتو کې ٢٦ کسان وژل شوي


د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستاني په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د طالب جنگیالو پر ضد دتيرې يوې مياشتې راهسې پيل کړل شوي پوځي عمليات دوام لري اؤ پوځ ادعاکړې ده چې دتيريوشواروز په عملياتوکې يې نور٧ترهگروژلي دي .
پوځ وايي تندلاروسره په نښتوکې څلورپوځيان هم ژوبل شوي دي
دپاکستان پوڅ پخپل يو بيان کې وويل په احمد وام سيمه کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ سخته نښته شوې ده چې په دغه نښته کې درې عسکر ژوبل شوي دي.
دپاکستان پوځ پخپل دغه بيان کې دهرې ورځې په څير دجنوبي وزيرستان په بيلا بيلو سيمو کې دپرمختگ او تندلارو ته دزيان رسولو ادعاوې کړي او وايي په عملياتو کې يې ٧ تندلاري وژلي او دهغوي څخه يې وسلې او مهمات لاس ته راوړي دي.
په عين حال کې د پاکستان دملاکنډ ايجنسۍ دبټ خيلې سيمې سره نزدې دقلنگي کلي نه د٥ؤ وژل شوؤ کسانو مړي موندل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينې وايي دغه پينځه واړه وژل شوي کسان تندروه جنگيالي دي خو نۀ ده معلومه شوې چې دچالخوا وژل شوي دي.
له دې وړاندې دصوبه سرحد په سوات سيمه کې هم دپوځي عملياتو راپديخوا دشلگونو تندروه جنگيالو مړي موندل شوي وؤ چې پوځ دهغو وژنو سره دلاتعلقۍ څرگندونه کړې وه او ويلي يې وؤ دمحکمې دامر پرته پخپل سروژنې نۀ کوي.
همدغه راز دملاکنډ ايجنسۍ سره پيوست دصوبه سرحدپه سوات سيمه کې هم دپوځ سره په نښته کې ٨ جنگيالي وژل شوي دي او دمهم تندروه کمانډر فضل ربي په گډون ٣ؤ تندلارو ځانونه پخپله خوښه پوځ ته سپارلي دي.
دسوات څخه دترلاسه شوؤ راپورونو له مخې تيره ورځ امنيتي ځواکونو ته خبرورکړل شو چې دسوات په چارباغ سيمه کې يو شمير ترهه گر راټول شوي دي.
په دغه اطلاع امنيتي ځواکونو دهغوي ځالې په نخښه کړې او ٨ ترهه گر يې ووژل.
خو دپاکستان پوځ پخپل نني بيان کې په سوات کې دتندلارو په ضد دترسره شوؤ دغو عملياتو په هکله څه نۀ دي ويلي.
سرچينې وايي په دغه مهال پوځ دتندلارو دمرکزونو څخه په لويې کچ وسلې او چاؤديدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.
ددې ترڅنگ دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات کړي چې پکې ٤ جنگيالي وژل شوي دي.
دغه عمليات دباجوړد سلارزو په ملاسيد سيمه کې شوي دي.
سرچينې وايي امنيتي ځواکونو دغلته دتندروه جنگيالو په مرکزونو بمباري کړې ده او دهغوي يو شمير اډې يې له مينځه وړي دي.
دباجوړ ايجنسۍ سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په بايزو سيمه کې تندلارو دامن دکميټې دمشر ملک سلطان په کلي راکټي بريد کړى دى چې په ځوابي عملياتو کې ٢ تندلاري وژل شوي او ٦ نور ژوبل شوي دي.
دمهمند ايجنسۍ څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي درې ورځې دمخه دبايزو څخه تښتول شوؤ ١٠ؤ عسکرو څخه هم د٢ؤ وژل شوؤ عسکرو مړي په بيدمنۍ کې موندل شوي دي.
دغه سپاهيان چې دقدرت الله او يوسف په نومونو پيژندل شوي درې ورځې وړاندې تندلارو ديو بريد په مهال تښتولي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG