لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

براک اوباما : داسياء سره دامريکا گټې تړل شوي دي


د امريکا جمهوررئيس براک اوباما وايي امريکا چين محدودول نۀ غواړي بلکې دې ته ليواله ده چې ددغه هيواد سره پياوړې اړيکې او گټوره همکاري ولري.
دټوکيو په سينټوري هال کې يوې دستورې ته دوينا په مهال جمهوررئيس اوباما وويل دامريکا هر وگړى بايد په دې خبر وي چې داسياء سره دامريکا گټې تړل شوي دي او په اسياء کې چې هره پيښه رامينځته کيږي دامريکايي وگړو په ژوند هره هغه نيغه په نيغه اغيزې کوي.
جمهوررئيس اوباما وويل داسياء سره دامريکا سوداگريزې گټې هم تړل شوي دي او امريکا دچين سره په اړونده چارو کې گټورې همکارۍ ته ليواله ده.
دامريکا جمهوررئيس وويل دنړۍ هيڅ يو ملت په يواځې سر ديوويشتمې پيړۍ دکړکيچونو مخې ته نۀ شي اودريدلى.
هغه وويل دامريکا په گډون به دنړۍ نور هيوادونه دشمالي کوريا دگواښونو او اتومي توان څخه ونۀ ويريږي.
دنوموړي وينا وه شمالي کوريا ته په دې پوهيدل پکار دي چې داټومي شخړو په هکله دنړيوال مسؤليت څخه ددغه هيواد انکار به د امنيت وضعه نوره هم خرابه کړي.
جمهوررئيس اوباما وويل د شمالي کوريا دروښانه سباؤن يواځينۍ لاره دا ده چې دشپږو هيوادونو دخبرو اترو ميز ته بيرته راوگرځي.
نوموړي وويل امريکا په سيمه کې دخپلو ائتلافي هيوادونو سره په گډه کار کول غواړي.
براک اوباما دجاپان بې مثاله پرمختگ ته په اشارې کولو وويل دغه هيواد داتومي وسلو څخه پرته پرمختگ کړى دى، ځکه نو دنړۍ نورو هيوادونو ته به هم داټومي وسلو دخوريدو په مخنيوي کولو دخپل پرمختگ لارې لټول وي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG