لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: ځایي خلکو په برقعوکې پټ درې ترهگر وژلي دي


د پيښورښارسره نزدې په بډه بيره سيمه کې ديوسيمه ايزناظم په کور د تندروه وسله والودبريدپه مهال دکلي داوسيدونکواؤ دناظم دساتونکوپه ډزو درې تندلاري وژل شوي دي .
دوژل شوؤ تندلارو تعلق دخيبرايجنسۍ دغيرقانوني گرځول شوي تندروه مذهبي تنظيم لښکراسلام سره ښودل کيږي.
دپيښې دعيني شاهدانولۀ مخې داتوارپه ورځ په برقعوکې پټو دريو ترهگرو وغوښتل چې دطالبانودمخالف سيمه ايزناظم فهيم الدين په کوربريدوکړي اؤ کله چې يې بريدپيل کړونو دکلي اوسيدونکواؤ دناظم محافظانوپه هغوئ ناتاره ډزې وکړې اؤ درې واړه يې ووژل.
د پيښور دپوليسو مشر يا ايس ايس پي کريم خان ډيوه راډيو ته ويلي دي دپيښې ځايې ته دپوليسو درسيدلو څخه وړاندې دکلي لښکر ددغو تندلارو په ضد ځوابي عمليات وکړل او ٣ تندلاري يې ووژل.
هغه دا هم وويل چې ددغو دريوؤ واړو تندلارو مړي پوليسوپه خپله ولکه کې اخستي دي.
دطالبانو مخالف مشر فهيم الدين ددغه بريد پخلى کړى دى او خبريالانو ته يې ويلي دي دجنگيالو تعلق خيبرايجنسۍ کې دمنگل باغ په مشرۍ دتندروه ډلې لښکر اسلام ؤ.
هغه وويل په دې خبره پوهه دى چې دغه جنگيالي دهغه دوژلوپه غرض ورغلي وؤځکه چې لۀ دې وړاندې پرې هم دغه رقم درې وژونکي بريدونه شوي دي.
نوموړي وويل جنگيالو دځوابي عملياتو څخه وروسته لاسي بمونه او وسلې هم پريښودي دي.
په پيښورکې په دغه طالب مخالف مشر ناکامه قاتلانه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې دتير اتوار په ورځ هم دپيښورسره نزدې په متنوسيمه کې دطالبانوپه يومخالف سيمه ايزناظم عبدالمالک ترسره شوي ځانمرگى بريدکې دهغه په گډون ١٣ کسان وژل شوي وؤ.
دپاکستان حکومت اؤ امنيتي ادارو په بيلا بيلو قبائيلي او نيمو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد ځايې مشرانو ته دلښکر ويستلو نۀ يوازې اجازه ورکړې بلکې هغوي ته وسلې او پيسې هم ورکوي.
خو طالب جنگيالي ددغسې لښکرو په مشرانو او غړو وخت ناوخته بريدونه ترسره کوي چې پکې گڼ شمير کسان وژل شوي دي.


Keywords: Peshawar, nazim, militants, taliban, veil, Paksitan


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG