لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات اؤ بونيرڅخه د٢٢ؤ تندلارو مړي موندل شوي دي


د پاکستان دصوبه سرحدسرحد دسوات او بونيرضلعو دبيلا بيلو سيمو څخه د٢٢ؤ تندلارو مړي ترلاسه شوي دي.
په دغومړوکې ١٤دسوات دچارباغ تحصيل دگلي باغ سيمې څخه اؤ٨ دسوات او بونير دسرحدي سيمې کړاکړ څخه په داسې حال کې موندل شوي چې په گوليو ويشتل شوي دي.
کړاکړ په تير وخت کې د طالبانو مهم مرکز پاتې شوى دى.
داتوار په ورځ چې دکړاکړ سيمې څخه دکومو تندلارو مړي ترلاسه شوي دهغوي پيژندگلو درحمان علي، عجب خان، سلطان غني، محمديوسف، خان خالق، معرفت شاه، مقدر شاه او زاهد حسين په نومونو شوې ده.
دپاکستان پوځ داتوارپه ورځ پخپل يوبيان کې دسوات په روانوپوځي عملياتوکې د١٢ؤ تندلارو د وژنې خبرورکړى خونۀ يې ده په ډاگه کړې چې په سوات اؤ بونيرکې دکومو٢٢ؤ تندلارو مړي ترلاسه شوي هغه دپوځ سره په نښتوکې وژل شوي اؤ که بله توگه؟
له دې يوه ورځ وړاندې دملاکنډ ايجنسۍ دبټ خيلې سيمې دقلنگۍ کلي څخه هم دپينځوؤ طالبانو مړي ترلاسه شوي وؤ.
په سوات اؤ ملاکنډ کې دتندلاروپه ضد دپوځي عملياتودپيل کيدلوڅخه راپديخوا دشلگونوجنگيالومړي ترلاسه شوي چې ځينوخلکوددغه وژنو مسوليت دپوځ په غاړه اچولوخودپاکستان پوځ وايي چې دمحکمې لۀ امريادپوځي عملياتوپرته پخپل سروژنې نۀ کوي

XS
SM
MD
LG