لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور :  دپشتخرې چوک ځانمرگي بريد کې د مړو شمېره ١۴ ته رسېدلی


د صوبه سرحد سرښار پيښور کې د خالي په ورځ شوي ځانمرگي بريد کې د مړو شمېر ١۴ ته رسېدلی دی. دغه ځانمرگي بريد دپيښور په رينگ روډ دپشتخرې چوک باندې ماذيگر مهال هاغه وخت ترسره شو کله چې پوليسو يو موټر ته داودريدلو اشاره وکړه.
دپوليس سرچينو له مخې په موټر کې ناستي ځانمرگي تن ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو ته دپوليسو دپوستې ترڅنگ انفجار ورکړو چې له امله يې يوه زورداره چاؤدنه وشوه.
دپيښور انتظامي چارواکو ویلي چې په دغه پيښه کې د مړو شمېر ١۴ ته رسېدلی دی.
دجمعې په ورځ هم دپيښور چاوڼۍ دارمي سټيډيم سره نزدې داستخباراتي شبکې په دفتر يو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي او تر ٨٠ؤ زيات ژوبل شوي وؤ.
په رينگ روډ دپشتخرې چوک سره نزدې دترسره شوي ځانمرگي بريد ایف ایي ار د خېبر ایجنسۍ تندروه ډلی لښکر اسلام مشر منگل باغ او د هغه نور شپږ ملگرو پرضد درج کړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG