لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د باراک اوبامه د خط په هکله مطبوعاتي رپورټ ردکړی دی


پاکستان په کلکه هاغه مطبوعاتي رپورټ رد کړدی چې د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه خپل پاکستاني همکار ته یو خط لیگلی دې چې پکښې غوتنه شوې ده چې پاکستان دې باید د ترهگرۍ خلاف نورې زیاتې هڅې اوکړي.
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وايي پاکستان به دخپلو وسائلو او ترجیحاتو په اساس دا فيصله کوي چې دجنگیالو خلاف څه رنگ گامونه اخستل پکاردي.
هغه اویل چې نړې واله ټولنه داخبره مني چې پاکستان د تندلارو خلاف ډیرې قربانۍ ورکړې دي اوهیواديي د چا وینا ته اړتیانه لري چې د ترهگرۍ خلاف دې کم یا ډیر گامونه پورته کړي.
شا ه محمد قریشي په هاغه مطبوعاتي رپورټ خپل دریز ښودلو چې پکښې ویل شوې دي چې د امریکا د قامي سلامتیا صلاح کار جم جانز د جمهوررئیس باراک اوبامه یو لیک د پاکستان صدر اصف زرداري ته رسولی دی.
جم جانز د تیرې جمعې په ورځ پاکستان ته رسیدلی دی. هم په دغه ورځ پیښورسره دوه ځانمرگي بمي چاودنې اوشوې چې یوشمیر خلک پکښې اوژل شول.
د امریکې نیویارک ټائمز ورځپانړې درپورټ ترمخه باراک اوبامه خپل پاکستاني همکار ته حوصله ورکړې ده چې د هیواد سیاسي او امنيتي ادارو کې دې د تندلارو خلاف جنگ کې یوالی راولي.
شاه محمد قریشي اویل چې هغه د افغانستان په هکله د امریکې تگ لارې په لړ کې د لوړ پوړو امریکاي چارواکو سره په رابطه کې دی. د امریکې جمهوررئیس باراک اوبامه په دې غورکوي چې ایا افغانستان ته نور امریکاي عسکر ولیگلی شي او که نه؟ ښاغلي قریشې اویل چې هغه امید لري چې په افغانستان کې د ځواکونو زیاتولو ورسته به پاکستان کې کومه بې سباطي نه رامخته کیږي.
د شاه محمود قریشي خبرې په داسې مهال کې مخته راغلي چې پیښورسره نزدې بمي چاودنه کې د پولیسو تهاڼه، یو جومات او یوشمیر نورې ودانیو ته زیان رسیدلی دی.
د پاکستان په شمالي غربي سیمو کې د تیرې میاشت د منځ راهسې ترهگر بریدونو کې په سلگونو خلک وژل شوې دي. دغه حملې په جنوبي وزیرستان کې جنگیالو خلاف د پوځي عملیاتو شورو کیدو ورسته ترسره شوې دي.
چارواکي وايي حملې د افغانستان سره په پوله قبائلي سیموکې د عملیاتو په ځواب کې ترسره کیږي.
د اتوار په ورځ په باجوړ کې ددوو حکومت پلوو قبائیلي مشرانوپه کورونو حملې اوشوې چې یو مشر پکښې اوژلی شو.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG