لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمهوررئيس اوباما :دامريکا چين اړيکې دنړۍ دامن اساس دى


دامريکا جمهوررئيس براک اوباما ويلي دي دامريکا او چين ترمينځ غوره اړيکې نړۍ ته دتحفظ او خوشحالۍ ورکولو اساس جوړيدلى شي.
په شنگهايي کې چيني طالب علمانو ته پخپله وينا کې براک اوباما وويل په افغانستان او پاکستان کې ځوانانو ته دزده کړې موقعې نۀ دي برابرې شوي چې له امله يې دغه ځوانان داړي گړي په پيښو کې ککړيږي.
هغه وويل چين ته يې ويلي دي چې امريکا او چين ديو بل دښمنان نۀ دي اوبايد دچينيانو په گډون هر تن ته اساسي حقونه ورکړل شي.
ښاغلي اوباما وويل امريکا دموجوده دور دستونزو هواري لپاره دچين سره په گډه کار کول غواړي.
دامريکا جمهوررئيس وويل دامريکا او چين ترمينځ غوره اړيکې نۀ يواځې دنړيوال امن بلکې په بين المللي توگه دمضبوط معيشت لپاره هم ضروري دي.
هغه زياته کړه په امريکا کې ٥٠ کاله دمخه تور پوستي درايې اچونې دحق څخه محروم ؤ خو نن يو تورپاستى وگړى دامريکا جمهوررئيس دى.
هغه وويل مونږ دايشياء په گډون په ټوله نړۍ کې امن او داتومي وسلو دخوريدنې مخنيوى غواړو ځکه چې ترهه گري دامريکا او چين په اړيکو او داقتصادي پياوړتيا په لار کې خنډ دى.
بل لوري ته دامريکا يوې ورځپاڼې نيويارک ټائمز دامريکايي چارواکو له خلې پخپل راپور کې ويلي دي چې امريکا په پاکستان دطالبانو او القاعده په ضد دروانو عملياتو دلمنې پراخولو ټينگار کړى دى.
دورځپاڼې له مخې دغه غوښتنه دامريکا دجمهوررئيس رئيس براک اوباما لخوا دخپل پاکستاني سيال اصف علي زرداري څخه پخپل هاغه ليکلي خط کې کړې ده چې دامريکا دقومي سلامتۍ مشاور جيمز جونز پاکستان ته دخپل سفر په مهال جمهوررئيس زرداري ته سپارلى دى.
دورځپاڼې له مخې په دغه خط کې ويل شوي دي دافغانستان په هکله دنوې امريکايي تگلارې دبرياليتوب اړه په پاکستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو په پرمختگ ده.
ورځپاڼه ليکي جنرال جونز په جنوبي وزيرستان کې دپاکستان دپوځ لخوا دتندلارو په ضد روان عمليات ستائيلي خو په پاکستاني چارواکو يې ټينگار کړى دى چې شمالي وزيرستان ته دتښتيدونکو جنگيالو سره هم جگړه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG