لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ وايي دجنوبي وزيرستان سرا روغه سيمه کې يي ١٨٠ جنگيالي وژلې


دپاکستان پوځ وايي په جنوبي وزيرستان کې يې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په مهال دتندلاروپه مرکز سراروغه مکمل واک ترلاسه کړى او دغلته موجود گڼ شمير تندلاري وژل شوي دي.
دپاکستان پوځ دنهې په ورځ پخپل بيان کې ويلي دي امنيتي ځواکونه په رزمک او مکين سيمو کې پښې مضبوطوي او بلانکي سر سيمه يې دتندلارو څخه پاکه کړې ده.
پوځ داهم وايي چې په جنوبي وزيرستان کې يې دتندلارو يو شمير ځالې له مينځه وړي دي.
بل لوري ته دپوځ يو بريگيډئير فرخ خبریال نو سره خبرو کې ويلي دي دجنوبي وزيرستان په شوال سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات روان دي او لويې لارې پوځ تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
هغه وويل په جنوبي وزيرستان کې دغرۀ پۀ څوکو يو ځل بيا پوځ ولاړ دى او دلدها څخه مکين پورې لارو څخه هم دجنگيالو قبضه ختمه کړل شوې ده.
نوموړي وويل په لدها کې د٣٥ؤ تندلارو دموجوديت په اطلاع دهغوي په ضد عمليات روان دي.
له دې وړاندې دجنوبي وزيرستان په سراروغه سيمه کې دپاکستاني پوځ بريگيډئير شفيق خبريالانو ته د احوال تيرولو په مهال ويلي دي په دغه سيمه دتيرو ٥پنځوؤ ورځو راپديخوا دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې ١٨٠ جنگيالي وژل شوي او دهغوي څخه وسلې ، ځانمرگي واسکټونه او چاؤديدونکي مواد ترلاسه شوي دي.
هغه دا هم وويل په دغو عملياتو کې ٧ پوځيان وژل شوي او ١٤ ژوبل شوي دي.
دبريگيډئير شفيق له مخې په سرا روغه کې دتندلارو په ضد دتيرو پينځوؤ ورځو راهسې دعملياتو وروسته اوس پوځ په دغه سيمه واک ترلاسه کړى دى.
هغه وويل په سرا روغه سيمه کې په گڼ شمير کې ازبک او عرب جنگيالي موجود وؤ او دعملياتو په مهال گڼ شمير ازبک جنگيالي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG