لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : پوځ وایي  عملياتو کې نور شپږ جنگيالي وژلي


د پاکستان پوځ وايي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې دتير يو شواروز په مهال ٦ جنگيالي وژل شوي او د٢ؤ افسرانو په گډون ٨ عسکر ژوبل شوي دي.
دپاکستان پوځ پخپل بيان کې دشورو په ورځ وويل دکونډ ميلې سره نزدې وسله والو جنگيالو په امنيتي ځواکونو په سپکو وسلو سره بريد وکړو او ديو افسر په گډون يې ٥ پوځيان ژوبل کړل.
پوځ وايي په وسله وال نښته کې ٦ ترهگر هم وژل شوي دي.
دپوځ وينا ده په ليته سر او بلنکي سر سيمو کې دامنيتي ځواکونو لخوا دلټونې دعملياتو په مهال ٨ خندقونه تباه کړل شوي او په چينه کلي دعملياتو په مهال په دروند مقدار کې وسله لاسته راوړل شوې ده.
پوځ وايي په جنډوله سړک دامنيتي ځواکونو دگزمې په مهال په عسکرو ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې درې امنيتي عسکر ژوبل شوي دي.
بل لوري ته سرچينې وايي دجنوبي وزيرستان دسرا روغا داحمدوام په غرونو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات کړي او درې تندلاري يې وژلي دي.
سرچينې وايي په دغو عملياتو کې درې تندلاري ژوبل شوي هم دي.
دپاکستان پوځ داکتوبر په ١٧مه نيټه په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد ځمکني عمليات پيل کړي وؤ او دپوځ وياند ميجر جنرال اطهر عباس تيره ورځ خبريالانو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې تر دې مهاله امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان د500ؤ څخه زيات جنگيالي وژلي دي.
دجنوبي وزيرستان په عملياتو کې د70ؤ څخه زيات پوځيان هم وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي خو دازادو سرچينو څخه ددغه پوځي ادعا په هکله پخلى نۀ دى شوى.
پوځ ادعا کوي چې په جنوبي وزيرستان کې يې دتندلارو په گڼو مرکزونو قبضه کړې او هغوي اوس دپوځ سره دجگړې توان نۀ لري.
خو تيره اوونۍ دپاکستاني طالبانو دډلې يو مهم مشر قاري حسين په يوه مرکه کې ويلي وؤ پوځ ته يې دغه سيمې دخپلې جنگي تگلارې له مخې پريښودي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG