لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک :افغانستان ته دفضل الله دتښتيدو دخبرونو پلټنې کوي


د پاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي دي دسوات دطالبانو دمشر مولانا فضل الله افغانستان ته دتښتيدو هيڅ تصديق نۀ دى شوى.
په اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال دکورنيو چارو وزير وويل برتانوي خبري اژانس سره چې مولانا فضل الله په کوم تيلي فوني نمبر خبرې کړي دي هغه دافغانستان ؤ خو خو دپاکستان دحدودو څخه هم دافغان گرځنده فونونو نمبر ميلاويدلى شي ځکه نو ددې په اساس دا نۀ شي ويل کيدلى شي چې گنې مولانا فضل الله افغانستان ته رسيدلى دى.
هغه وويل اوس مهال افغانستان ته دهغه دتگ په هکله پلټنې روانې دي او که چرې په رښتيا مولانا فضل الله افغانستان ته رسيدلى وي نو بيا به دافغان حکومت سره خبره کيږي.
هغه غوښتنه وکړه چې که چرې په رښتيا مولانا فضل الله افغانستان ته رسيدلى وي نو بايد هغه مونږ ته وسپارل شي.
بايد وويل شي تيره ورځ دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله برټانوي خبري اژانس سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې هغه اوس افغانستان ته رسيدلى دى او دپه سوات کې يې دپاکستاني پوځيانو په ضد ديوې نوې جگړې اعلان کړى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG