لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان :پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات دوام لري او دپاکستان پوځ وايي دتير يو شواروز په عملياتو کې يې ٧ جنگيالي وژلي او ددوؤ ترهگرو مړي ترلاسه شوي دي.
خوطالبانوهم حکومت ته خبردارى ورکړى دى چې ترڅويې دامريکاپه هداياتوعمل پريښودلى نه وي ترهغې به خپل فعاليتونه دوامدارساتي.
دزيارت په ورځ دپاکستان پوځ پخپل يوبيان کې وويل دتوروام څخه گيره چاپيره امنيتي ځواکونه خپل ځان پياوړى کوي او دلټونې دعملياتو په مهال يې په دروند مقدار کې وسله لاسته راوړې ده.
پوځ دا هم وايي چې په امارخيل ځنگي سيمه کې دترهه گرو دوه مړي ترلاسه شوي دي.
دپاکستان پوځ ادعا کوي چې په جنوبي وزيرستان کې يې دتندلارو په مهمو مرکزونو واک ترلاسه کړى دى.
پوځ دا هم وايي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله د500ؤ څخه زيات تندلاري وژلي اوپه لسگونو عسکر هم تندلارو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
بل لوري ته پاکستاني پوځيانو په جنوبي وزيرستان کې دپوځي عملياتو په ضد حکومت ته خبردارى ورکړى دى چې ترڅودهغوي غوښتنې نه وي منل شوي ترهغې به دپوځ په ضد مقاومت کوي.
دانگريزۍ ژبې يوې پاکستاني ورځپاڼې ډان سره په خبرو کې دپاکستاني طالبانو وياند اعظم طارق ويلي دي طالبان به دموجوده حکومت په ضد تر هغې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي ترڅو چې هغوي دامريکې په هداياتو عمل کوي.
طارق اعظم وويل جنگيالي په هاغو سيمو کې جنگيږي چرته چې پوځ عمليات ترسره کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دطالبانو وياند وويل دپاکستان دننه دورانکارۍ په هره پيښه کې طالبان ککړول سمه خبره نۀ ده.
هغه وويل طالبان هاغه کارونه نۀ کوي چې اسلام يې اجازه نۀ ورکوي.
طالب وياند تور ولگولو چې په هيواد کې دورانکارۍ رامينځته کيدونکو ځينو پيښو کې دپاکستان خپلې استخباراتي شبکې او دامريکا بليک واټر لاس لري.
دنوموړي وينا وه دورانکارۍ دغه پيښې ددې غرض دپاره رامينځته کولى شي ، ترڅو سياسي مقاصد ترلاسه او طالبان بدنام کړل شي.
طالب وياند سپيناوى وکړو چې هغوي يواځې حکومتي ځائيونه او خپل مخالفين په نخښه کوي او سکولونو، کالجونو ، پوهنتونونو يا اولسي مقاماتو سره کار نۀ لري.

XS
SM
MD
LG