لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 6 کسان وژل شوي دي


د سرچينو له مخې بې پيلوټه جاسوسي الوتکې د شورواؤ زيارت په مينځ شپه کې دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په شنه خاوره کې په يو کور دوه ميزائيل وداغل چې پکې 6 شکمن تندلاري وژل شوي دي.
دعيني شاهدانو له مخې دپه نخښه کړل شوي کور دملبې څخه دڅلورو کسانو مړي راوستل شوي او ٥ کسان په دغه بريد کې سخت ژوبل شوي هم دي.
عيني شاهدان وايي په نخښه کړل شوى کور به طالبانو کارولو خو دا نۀ ده په ډاګه چې ايا په وژل شوؤ کې کوم طالب مشر يا بهرني جنګيالي شامل دي که نه؟
بايد وويل شي د شمالي وزيرستان شنه خاوره سيمه دجنوبي وزيرستان سره نزدې ده او چارواکي وايي په جنوبي وزيرستان کې دپاکستان دپوځ لخوا دتندلارو په ضد دروانو عملياتو له امله زياتره جنګيالي شمالي وزيرستان ته تښتيدلي دي.
دپاکستان دپوځ لخوا په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد داکتوبر په ١٧مه نيټه دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه راپديخوا دپاکستان په خاوره دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو څخه ترسره شوى دغه دريم بريد ؤ.
دتيرې يوې مياشتې څخه په جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني پوځ لخوا دتندلارو په ضد پيل کړل شوؤ پوځي عملياتو څخه راپديخوا دغلته دجاسوسي الوتکو بريدونه تر زياته حده کم شوي دي.
څيړونکي وايي دتندلارو په ضد دامريکايي جاسوسي الوتکو دبريدونو کميدلو يو علت دا هم کيدلى شي ترڅو دپاکستان خلکو ته دا تاثر ورکړل شي چې په وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو په مهال امريکا دپاکستان دپوځ سره نيغ په نيغه څه رقم مرسته نۀ کوي.
دکال 2008ء داګست دمياشتې څخه تر دې مهاله بې پيلوټه جاسوسي الوتکو دپاکستان په قبائيلي سيمو د60ؤ څخه زيات بريدونه ترسره کړي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په ګډون د580 څخه زيات کسان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG