لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي


د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پرله پسې په دوهمه ورځ دشکمنو بې پيلوټه جاسوسي الوتکو په بريد کې اته مشکوک ترهگر وژل شوي دي.
دچارواکو له مخې دغه بريد دشمالي وزيرستان د ميرعلي تحصيل په شکوادي سيمه کې دتندلارو په يو مرکز ترسره شوى دى.
دا مهال شمالي وزيرستان ته نزدې په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دپاکستاني پوځيانو لخوا دتندلارو په ضد سخت عمليات روان دي اؤ دراپورونه وايي دځان ژغورلو په خاطر په جنوبي وزيرستان کې موجود دبيت الله محسود دډلې جنگيالي نزدې شمالي وزيرستان ته ځانونه رسوي.
په دغو جنگيالو تيره شپه هم دشمالي وزيرستان په شنه خاوره سيمه کې دشکمنو بې پيلوټه جاسوسي الوتکو څخه بريد ترسره شوى ؤ چې پکې ٦ جنگيالي وژل شوي وؤ.
دسيمې څخه سرچينوډيوه راډيوته ويلي دي په سيمه کې جاسوسي الوتکو دطالبانو تر کنټرول ﻻندې کور باندې دوه ميزائيل وداغل چې پکې دهغوي په وينا ٨ جنگيالي وژل شوي دي.
عينې شاهدان وايي په نخښه کړل شوى کور په بشپړ ډول ړنگ شوى او دملبې څخه ٨ مړي راويستل شوي دي.
هغوي زياته کړه په بريد کې دوه شکمن تندلاري ژوبل شوي دي.
عيني شاهدانو وويل کوم کور چې په نخښه کړل شوى هغه ددوؤ وروڼو شريک کور ؤ او دغه کور ته به طالب جنگيالي تلل راتلل.
دپاکستان دپوځ لخوا په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد داکتوبر په ١٧مه نيټه دپيل کړل شوؤ عملياتو څخه راپديخوا دپاکستان په خاوره دبې پيلوټه جاسوسي الوتکو څخه ترسره شوى دغه څلورم بريد دى .
دکال 2008ء داگست دمياشتې څخه تر دې مهاله بې پيلوټه جاسوسي الوتکو دپاکستان په قبائيلي سيمو د60ؤ څخه زيات بريدونه ترسره کړي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په گډون د580 څخه زيات کسان وژل شوي دي.




Keywords: Afghanistan, militants, Taliban, Pakistan, Waziristan


XS
SM
MD
LG