لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي ادعا :جنوبي وزیرستان عملیاتو کې ١۴جنگيالي او شپږ پوځيان وژل شوي


د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونواؤ تندلارو ترمينځ نښتوکې ديوپوځي افسرپه گډون ٦عسکراؤ ١٤جنگيالي وژل شوي دي.
دخالي په ورځ دپاکستان پوځ پخپل يو بيان کې ويلي دي تندلارو سره دسختې جګړې وروستويې لکي غونډۍ سيمه دجنګيالو څخه پاکه کړې او دغلته عملياتو کې ١٤ جنګيالي وژل شوي دي.
پوځ په دغه نښته کې ديو افسر په ګډون د٦ؤ عسکرو دوژل کيدلو او ٤ دژوبل کيدوتصديق هم کړى دى.
پوځ پخپل دغه بيان کې دګنديل ولې ، منا، ټټ کشکوخوله،اؤ لغر نيرايي سيمو دتندلارو څخه دپاکولو ادعا کړې ده.
بل لوري ته چارواکي وايي په خيبرايجنسۍ کې دوسلې نه ډک دوه ټرکونه او څلور کسان نيول شوي دي.
دسرچينو له مخې دغه ټرکونه دافغانستان څخه پاکستان ته راوړل کيدل او دخيبرايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې دلټې په مهال نيول شوي دي.
همدغه راز دصوبه سرحد سرښار پيښور په يونيورسټي ټاؤن سيمه کې ديو غيرسرکاري تنظيم سيف په دفترکې دخالي په ورځ چاؤدنه ترسره شوې چې پکې يو تن ژوبل شوى دى.
په سمدستي توګه دا نۀ ده معلومه شوې چې دغه چاؤدنه په حادثاتي توګه رامينځته شوې او که دترهه ګرۍ دلړۍ کړۍ وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG