لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپین بولدک : د افغاني پوليسو په پوسته بريد کې پنځه عسکر مړه


د پاکستان پولې سره نزدې د افغانستان کندهار ولایت په سپین بولدک سیمه کې دافغاني ځواکونو په امنيتي پوسته يو بريد کې دپوليسو دمشر په گډون 5 عسکر وژل شوي دي.
دغه بريد داتوار په سحر دسپين بولدک دلويې کاريز په پوله دافغان سرحدي ځواکونو په يوه پوسته طالبانو هاغه مهال وکړو چې عسکر په پوسته کې په خوب اودۀ وؤ.
دافغانستان دسرحدي پوليسو له مخې په دغه بريد کې دپوليسو ديو کمانډر نظر محمد په گډون 5 عسکر وژل شوي دي.
افغان چارواکو تور لگولى دى چې بريد کوونکي طالبان دبريد څخه وروستو په شکمنه توگه چمن ته تښتيدلي دي خو پاکستاني ځواکونو دغه تور رد کړى دى.
طالب جنگيالو ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى او ويلي يې دي په بريد کې يې ١٠ پوليس وژلي دي
دطالبانو دغورځنگ وياند قاري محمد يوسف خبريالانو ته دتيليفون په ليکه ويلي دي دبريد په مهال يې په دروند مقدار کې وسله او گاډي يې هم دځان سره وړي دي.
په دې وروستيو وختونو کې دافغانستان دننه په ائتلافي او افغاني پوځيانو دتندروه طالبانو لخوا بريدونو کې زياتوالى رامينځته شوى دى او افغان چارواکي تور لگوي چې بريدکوونکي دبريدونو څخه وروستو پاکستان ته تښتي.
چارواکي دا تور هم لگوي چې ترهگر او تندلاري دپاکستان په قبائيلي سيمو کې خوندي پټ ځائيونه لري او هم ددغه ځايې څخه په افغانستان کې دبريدونو پلانونه جوړوي.
خو پاکستاني چارواکو مدام دغه رقم تورونه رد کړي او وايي دترهه گرو دپه نخښه کولو دپاره پاکستاني پوځيان کوټلې مبارزه کوي.
دپاکستان چارواکي هم وخت په وخت تور لگوي چې په بلوچستان ايالت کې لاس وهنه دافغانستان له لوري کيږي.

XS
SM
MD
LG