لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دبلوچستان دپاره پيکج  دپارلمان گډې غونډې ته وړاندې کړل شو


په پاکستان کې دپارلمان ددواړو ايوانونو گډه غونډه پيل شوې ده چې پکې دبلوچستان صوبې دستونزو هواري لپاره دپيپلز گوند حکومت لخوا دتيارو کړل شوؤ اصلاحاتو پيکج دمنظورۍ لپاره وړاندې کړل شوى دى.
دپاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني دبلوچستان لپاره دځانگړي پيکج وړاندې کولو لپاره دپارلمان دواړو ايوانونو گډې غونډې ته پخپله وينا کې وويل دبلوچستان دحقونو دورکړې دپيل کولو پيکج له امله به بلوڅ اولس ته ټول سياسي ، ائيني او معاشي حقونه ترلاسه شي.
هغه وويل دبلوچستان ټولو قوتونو ته دخبرو اترو وړانديز کوي او د مرورو کسانو ته دصلحې لاس وروړاندې کوي.
وزيراعظم وويل حکومت دبلوچستان داولس پريشانۍ لرې کول غواړو.
هغه وويل په امرانه دور کې دبلوچستان داولس سره زياتى وشو.
دبلوچستان دحقونو دپيل په نوم دا وړانديز کړل شوي ائيني او انتظامي سفارشونه سناتور رضا رباني په مشرۍ کې جوړې شوې يوې ځانگړې کميټۍ په رازدارانه توگه جوړ کړي ځکه يې جزئيات تر دې دمخه مخې ته نۀ دي راغلي.
بلوڅ ملت پاله گوندونه داوږدې مودې څخه دمرکز څخه غوښتنه کوي چې بلوچستان ته زياته خپلواکي ورکړي.
په دغو غوښتنو کې قدرتي وسيلې ځايې انتظاميې ته سپارل، دنوؤ پوځي چاوڼيو دجوړيدو پلانونه ختمول ، دگوادر بندرگاه اختيارات بلوچستان ته سپارل، په صوبه کې دپوځي عملياتو دمسؤلينو په ضد کارروايي، دبې درکه شوؤ کسانو راخوشې کول او نيول شوي سياسي غړي پريښودل شامل دې.
ددغو گيلو لرې کولو لپاره په تير وخت کې هم مرکزي حکومتونو هم دغه رقم اصلاحاتي پيکجونه جوړ کړي وؤ خو عمل پرې نۀ ؤ شوى.
خو دپاکستان اوسنى حکومت دا مني چې اوسني سفارشونه به دخلکو دگيلو ختمولو او په بلوچستان کې دامن وامان وضعيت ښۀ کولو کې مرستندويه ثابت شي.
بايد وويل شي ستر بلوڅ ملت پاله گوندونه دوړاندې څخه داصلاحاتو په دغه پيکج دتحفظاتو څرگندونه کوي او ځينې وايي ددغو سفارشونو په جوړولو کې نۀ خو دهغوي سره مشوره شوې او نۀ هغوي په باور کې اخستل شوي دي.
په دې وروستيو کې بلوچستان کې دامن وامان وضعيت زيات خراب شوى دى او دغلته داړي گړي په پيښو کې زياتوالى راغلى دى.

XS
SM
MD
LG