لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخيبر،اورکزۍ او هنگو په عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي دي


دصوبه سرحد په هنگو او دپاکستان په قبائيلي سيمو خيبر او اورکزۍ ايجنسيو کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ترسره شوؤ عملياتو کې 29 جنگيالي وژل شوي او 13 ژوبل شوي دي.
دمليشه ځواکونو وياند ميجر فضل الرحمان خبريالانو ته د خيبر ايجنسۍ دباړې سيمې دعملياتو په هکله ويلي دي دتندلارو په ضد عملياتو کې ځمکني پوځيان او هيلي کاپټرې برخه اخلي او دتوپو څخه هم کار اخستل کيږي.
هغه وويل ددغو عملياتو مقصد دهاغو تندلارو څخه غرييزې سيمې او ستراتيژيکي ځائيونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل دي چې په دې وروستيو کې يې په پيښور کې بريدونه ترسره کړي دي او وې ويل په عملياتو کې ١٨ تندلاري وژل شوي دي.
دخيبرايجنسۍ په باړه سيمه کې دتندلارو په ضد دغه عمليات وروستو له هغې پيل شول کله چې دگل په ماښام هم دخيبر ايجنسۍ په لنډي کوتل سيمه کې نامعلومو تندلارو دڅلورو اړخو څخه په غوټى سرپيکټ او چاونۍ راکټونه او د مارټر گولې وداغلې چې پکې 6 کسان وژل شوي وؤ او د7ؤ پوځيانو په گډون 21 کسان ژوبل شوي وؤ.
په دغه بريد کې ٢ گاډي هم په مکمله توگه تباه شوي وؤ.
ددغه بريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد ځوابي عمليات کړي وؤ چې پکې ١٠ تندلاري ژوبل شوي وؤ.
دسرچينو له مخې دنهې په ورځ امنيتي ځواکونو دتندلارو په مهم مرکز گورگوري واک ترلاسه کړى او دباړې په شاوخوا سيمو کې دسحر څخه دنامعلومې مودې پورې کرفيو يا گرځ بنديز لگول شوى دى.
سرچينې زياتوي په باړه کې امنيتي ځواکونو دخوښ به دې شم په نوم عمليات پيل کړي او دباړې په گورگوري ، ملک دين خيل، اکاخيل ، سپاه او دخيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دعملياتو په مهال 18 تندلاري وژل شوي او 6 نور ژوندي نيول شوي دي.
دمليشه ځواکونو دسرچينو له مخې امنيتي ځواکونو په باړه کې دتندلارو گڼ شمير ځالې له مينځه وړي ، په دروند مقدار کې وسله يې لاسته راوړې او دهغوي ١٢ گاډي يې هم تباه کړي دي.
په لنډي کلي کې هم امنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال دتندلارو يو شمير ځالې له مينځه وړي او دجمرود په غرييزه سيمه چهورا هم امنيتي ځواکونو واک ترلاسه کړى دى.
بل لوري ته دصوبه سرحد په هنگو او قبائيلي سيمه اورکزۍ کې دامنيتي ځواکونو عملياتو کې 11 تندلاري وژل شوي او ٧ نور ژوبل شوي دي.
په دغو عملياتو کې دتندلارو 5 ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
دسرچينو له مخې دبره اورکزۍ په غلجو، ماموزۍ، سيفل دره، ډبورۍ پټي او دهنگو په شاهو خيل سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو دگن شپ هيلي کاپټرو او جيټ الوتکو په بمبارۍ کې 11 تندلاري وژل شوي او 7 ژوبل شوي دي.
دهنگو په توړا اړي سيمه کې وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړو چې له دې وروستو امنيتي ځواکونو دهغوي په ضد عمليات ترسره کړل او ورته يې درنه مرگ ژوبله واړوله.
همدغه راز دپيښور سره نزدې قبائيلي سيمې دره ادم خيل په بستي خيل او چپر کې هم امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې ده خو دمرگ ژوبلې په هکله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
اخوا دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ دخار بازار سره نزدې په ماموند کلي کې په يو کور دگولې پريوتو له امله دوه ماشومان وژل شوي او ديوې ښځې په گډون څلور کسان ژوبل شوي دي.
دپاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په هکله پخپل بيان کې ويلي دي دجنوبي وزيرستان زنده کلي څخه يې دوه ترهه گر ژوندي نيولي دي.
پوځ وايي امنيتي ځواکونو دتندلارو گڼ شمير ځالې تباه کوي، بمونه يې خنثي کړي او په بيلا بيلو سيمو کې پښې مضبوطوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG