لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوبامه هند سره د تعلقاتو نور ژورولو غږ کړې دی


دامریکې صدر باراک اوبامه د هند وزیراعظم من موهن سنگ سره د خبرو اترو ورسته ویلې دي چې دواړه هیوادونه باید د یوبل سره ملگرتیا نوره هم ژوره او همکاري نوره هم پراخه کړي.
دامریکا سرښار واشنگټن کې د صدر سرکاري استوگنه سپینه ماڼۍ کې باراک اوبامه من موهن سنگ ته تود هرکلې وړاندې کړو. اوخپلو خبرو کې يي د دواړه هیوادونو تر منځ د تعلقاتو مهموالی په گوته کړو.
باراک اوبامه اویل چې هند او امریکا د تعلقاتو په مهم پړاؤ ولاړدي او باید خپل منځو کې د تعلقاتو انگړ نور هم لوړ کړي.
هغه ددواړه هیوادونو تر منځ د یوشمیر چیلینجونوپر ضد په یوالي د کارکولو په هکله هم خبرې اوکړې چې پکې د ایټمي ټیکنالوجۍ د بې قانونه خبریدو او په موسم کې د بدلون مخنیوی، دترهگرۍ پرضد په گډه حڅې کول او نړې وال قتصاد ته وده ورکول شامل دي.
اسیاي هیوادونوته د سفر یوه هفته ورسته، باراک اوبامه اویل په دې خبرې ته زور ورکړو چې هند د نړې والو چارو یومهم لوبغاړی دی. هغه زیاته کړه چې نن امریکا یو داسې ډول هندته هرکلی وايي کوم چې نه یواځې د اسیا بلکه د نړۍ یو مشر دی.
په خپل وارخبرو کې د هند وزیر اعظم من موهن سنگ اویل چې که څه هم امریکا او هند د یوبل نه لریې پراته دي خو شریکو اقدارو د یوبل سره تړلې دي.
هغه اویل چې د تیرو څوکلونو د ملگرتیاورسته، د امریکا او هند ترمنځ تعلقاتو کې ژور بدلون راغلی دی اود ژوند داسې کوم مد نشته چې دواړه هیوادونه پکې د یوبل سره مرسته او همکاري نه کوې.
هغه اویل چې د هغه د امریکا د سفر په مهال به دواړه هیوادونه د تواناي او چاپیریال دصفا ساتلو په مدونو کې د همکارۍ لپاره لوظنامه لاس لیک کوي.
د من موهن سنگ د سفر په مهال د خبر اترو لپاره نورو موضوعاتو کې د پاکستان په هکله د امریکې پالیسي او د هند او امریکا تر منځ د غیرپوځي ایټمي همکارۍ معاهده شامله ده چې دواړو هیوادونو تیر کال ترسره کړې ده.



هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG