لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال کياني : د ترهگرو دنوغي ويستلو پورې به عمليات روان وي


د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني هوډ څرگند کړى دى چې ترڅو دترهگرۍ نوغى نۀ وي ويستل شوى دترهگرۍ په ضد روانې جگړې ته به تر هغې دوام ورکول کيږي.
ښاغلى کياني دشورو په ورځ دصوبه سرحد سرښار پيښور ته په يوه ورځنۍ دوره رسيدلى او دغلته يې دپيښور کور کمانډر ليفټننټ جنرال محمد مسعود اسلم سره په مسلکي چارو خبرې کړي دي.
کورکمانډر سره له ليدنې وروسته جنرال کياني دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته په اوسنيو بمي چاؤدنو کې دژوبلو کسانو دپوښتنې لپاره لاړى.
ښاغلي کيلاني دسرحد دوژل شوؤ پوليسو کورنيو لپاره ددوؤ کروړو روپو دپيکج اعلان کړى او ويلي يې دي چې پوليسو ته دڅومره وسلو او الاتو ضرورت وي ورته به ورکول کيږي.
دپيښور په پوليس لائن کې دسرحد دپوليسو يوې دستورې ته دوينا په مهال هغه وويل دپاکستان پوځ به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دميډيا او اولس په ملاتړ برياليتوب ترلاسه کوي.
جنرال کياني وويل په ټول هيواد کې به امنيت ټينگيږي او دترهه گرۍ په ضد جگړه کې به گټې ترلاسه کوؤ.
دپوځ مشر دپيښور اولس او پوليسو مورال وستائيلو او وې ويل چې دهيواد دفاع لپاره پوځ هر وخت چمتو دى.
نوموړي دترهگرۍ دجرړو ويستلو پورې عملياتو ته ددوام ورکولو دارادې پخلى وکړو.
کياني وويل دغوره راتلونکي لپاره به دپاکستان پوځ خپل کردار ترسره کوي.
هغه وويل دسرحد پوليسو ته به نۀ يواځې عصري وسلې ورکول کيږي بلکې دپاکستان پوځ به ورته روزنه هم ورکوي.
هغه زياته کړه پاکستان داسلام په نوم ترلاسه شوى ؤ او دغه مذهب دپاکستان څخه نۀ شي جدا کيدلى.
دصوبه سرحد دپوليسو مشر يا ايي جي ملک نويد دپوځ مشر ته دپوليسو دکارکردگۍ په هکله حال احوال تير کړو.
پيښور ته دجنرال کياني دراتگ په مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ او الوتکو دفضاء څخه دټول ښار څارنه کوله.
ټاکل شوې ده جنرال کياني دپيښور په گورنر هاؤس کې په يوه مهمه غونډه کې هم برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG