لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پينډۍ:د ممبۍ دترهگريزوپيښو پړه په اوو کسانواچول شوې ده


د پاکستان دپنجاب ايالت دپينډۍ سيمې دترهگرۍ دمخنيوي ځانگړې محکمې دهندوستان په ممبۍ ښارکې دترسره شوؤ ترهگريزو بريدونوپه تور نيول شوؤ اووۀ کسانوباندې دجرم پړه اچولې خو دغو اوو واړه کسانودجرم دمنلوڅخه انکار کړى دى.
دشورو په ورځ دترهگرۍ دمخنيوي دمحکمې قاضي اکرام اعوان داډياله زندان دننه دغه دوسيه واوريدله اؤ په محکمه کې په موجودو تورنوکسانويې دجرم لگولوکاغذونه وويشل.
محکمې په دغه مهال دممبۍ په ترهگريزو پيښوکې تورن يوازينى ژوندى نيول شوى تن اجمل قصاب مخرور وگرځولو.
په کوموکسانوچې دممبۍ دپيښې مسوليت وراړول شوى دى په هغوئ کې مولانا زکې الرحمان لکهوي،شاهدجميل رياض،حمادامين صادق،جميل احمد،يونس انجم،مظهراقبال اؤ عبدالواجد شامل دي.
د دوسيې د اوريدنې په مهال محکمې د تورنوکسانو د وکيلانو لخوا دممبۍ دپيښو دمرکزي کردار اجمل قصاب لخوا دمن
ل شوي بيان په ضد ورکړل شوي تورونه ردکړل .
په دغوخواستونوکې ويل شوي وؤ چې داجمل قصاب لخوا ورکړل شوى بيان په هند کې اخستل شوى دى اؤ دپاکستان محکمه دهغه بيان په اړه هيڅ رقم واک نۀ لري.
محکمې ددغه دوسيې اوريدنه پيتځم دسمبرپورې ځنډولې ده.

XS
SM
MD
LG