لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما به راتلونکې اونۍ افغان سټراټیجي اعلانوي


د امریکې خبري اداره وایي جمهوررئیس براک اوباما به د افغانستان سټراټیجۍ اعلان د نهې په ورځ کوي.
وتلې امریکایي ورځپاڼه واشنگټن پوسټ وایي داسې تمه ده چې ښاغلې اوباما به افغانستان ته د نورو ٣٠و نه تر 35و زرو پورې پوځیان ورلیږي او د ناټو غړو هېوادونو نه به غوښتنه کوي چې هغوي هم دی ١٠ زرو پورې پوځیان افغانستان ته ولیږي.
خبرې ادارې وایي د براک اوباما لپاره ترټولو لویې چېلنج به دا وي چې څنگه به امریکایي اولس په دی قانع کوي چې ولی اته کلنۍ زړې جگړې ته نور پوځیان ورلیږي.
خو دغه ډول پوښتنې ته د ځواب ویلو په یوه هڅه کې ښاغلي اوباما تېره شپه وویل چې که امریکایان د جگړې او د افغانستان په هکله د هغه د فېصلی په منطق پوهه شول نو بیا به دوي د هغه ملگرتیا وکړي.
دښاغلي اوباما لخوا د نوې افغان سټراټیجۍ اعلان په داسې وخت کې کېږي چې په امریکا کې دننه اکثره خلک په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د پاتې کېدو ملاتړ نه کوي.
دغه شان په یورپ کې د هم د جگړې د پلویانو شمېرکم شوی. هم د براک اوباما په اداره کې دننه مرستیال جمهوررئیس جوزف بائیډن د پوځ زیاتولو پرځایې په پاکستان کې د القاعدې او طالبانو د اډو ختمولو په حق کې دی.


Keywords: president, Obama, army, chief, Afghanistan, Pakistan, strategy


XS
SM
MD
LG