لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور : بمي چاؤدنه کې دايس ايچ او په گډون درې کسان ژوبل شوي دي


د پاکستان دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې د سړک دغاړې په يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دپوليسو ديو مشر يا ايس ايچ او په گډون درې کسان ژوبل شوي دي.
دپوليسو له مخې دغه چاؤدنه دپيښور دفقيراباد په رشيد اباد سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دگل بهار تاڼې ايس ايچ او رياض الاسلام پخپل گاډي کې دکور څخه دفتر ته روان ؤ.
په پيښور کې دپوليسو يو مشر حيات الله خان خبريالانو ته په دې هکله ويلي دي په دغه پيښه کې يوه يوولس کلنه ماشومه، پخپله رياض خان او دهغه ستونکى ژوبل شوي دي چې دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته وړل شوي دي.
دبمونو دخنثي کوونکو پوليسو له مخې په دغه چاؤدنه کې ددوؤ کلو گرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.
ددغه چاؤدنې غږ تر لرې لرې واوريدل شو او وروستو پوليس او امنيتي ځواکونه دپيښې ځايې ته ورسيدل.
دپيښور په گډون دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې بمي چاؤدنو او داړي گړي پيښو کې زياتوالى وروستو له هغې راغلى چې دپاکستان پوځ تيره مياشت په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG