لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسۍ کې دوسلې څڅه ډک دوه ټرکونه نيول شوي دي


د چارواکو له مخې دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ کې دوسلې او چاؤديدونکو موادو څخه ډک دوه ټرکونه نيول شوي دي.
دخيبر رائفل يا دمليشه ځواکونو کمانډنټ مسعود اسلم دزيارت په ورځ په لنډي کوتل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ادعا وکړه چې دغه وسله دافغانستان څخه دغرييزو لارو په ذريعه په گڼو برخو کې پاکستان ته وړل شوې ده.
هغه وويل دخيبرايجنسۍ په لنډي کوتل کې دغه وسله په ټرکونو کې اچول کيده او له دې وروسته پيښور ته ليږدول کيده چې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړل او دغه وسله يې پخپله قبضه کې واخسته.
په نيول شوې وسله کې وړې توپې، مشينونه او نوره درنه وسله شامله ده.
کمانډر مسعود اسلم وويل دغه وسله دافغانستان څخه په پاکستان کې دموجودو تندلارو لپاره ليږدول شوې وه چې دغه شان هغوي دا وسله په هيواد کې دترهه گريزو فعاليتونو لپاره وکاروي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG