لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دناټو په غړو هيوادونو افغانستان ته دنورو ځواکونو دليږلو غږ


د ناټو عمومي سکتر اينډرس فوگه راسمسن په غړو ملکونو ټينگار کړى دى چې هغوي هم بايد دامريکا په څير افغانستان ته خپل نور پوځيان ارو مرو وليږي.
برلن کې دجرمن چانسلرې انجيلا مرکل سره له ليدنې وروستو خبريالانو ته نوموړي وويل هغه دناټو دغړو هيوادونو سره . افغانستان ته دنورو ځواکونو دليږلو په لړ کې په تماس کې دى.
دناټو عمومي سيکتر دغه څرگندونې په داسې وخت کې کړي چې ټاکل شوې ده دامريکا جمهوررئيس براک اوباما دنهې په ورځ دافغانستان په هکله دخپلې نوې ستراتيژۍ اعلان کوي.
راپورونه وايي امريکايي جمهوررئيس به افغانستان کې دطالبانو دمقاومت دله مينځه وړلو دپاره دغه هيواد ته دنورو 30ؤ زرو امريکايي پوځيانو دليږدونې اعلان وکړي.
دوړاندې څخه هم په افغانستان کې 68 زره امريکايي پوځيان موجود دي.
بل لوري ته دطالبانو په يوه ويب پاڼه دطالبانو مشر ملا عمر په يو خپور شوي بيان کې ويل شوي دي افغانستان که هر څومره نړيوال ځواکونه ورشي خو هغوي به دماتې سره مخ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG