لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري : دامريکا په مرسته کولو کې دپاکستان بقاء ده


د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري وايي امريکا افغانستان ته دملگرو ملتونو دقرارداد له مخې راغلې ده او کۀ چرې مونږ يې مرسته کوؤ نو په دې کې زمونږ هم بقاء ده.
دپاکستان يو شخصي تيليويزيون سره په مرکه کې هغه وويل کۀ چرې په گاونډ کې اور لگيدلى وي نو اغيزې يې پخپل کور هم کيږي.
جمهوررئيس وويل دامريکا دريځ ؤ چې مونږ بايد په سوات کې دجنگيالو سره تړون ونۀ کړو ، ددې باوجود هم مونږ دهغوي سره تړون وکړو خو مولانا صوفي محمد ددغه تړون څخه سرغړونه وکړه چې له امله يې دامن تړون ناکام او مونږ دغلته دتندلارو په ضد عملياتو کولو ته اړ شو.
هغه وويل امريکا ته مو ويلي چې دډرون ټيکنالوجي پاکستان ته ورکړي او امريکا په دغه خبره غور کوي.
نوموړي وويل داسې گنگوسې اورو چې امريکا او طالبان خپلو کې خبرې کوي خو پاکستان په دغو خبرو کې برخه نۀ لري.
ديوې پوښتنې په ځواب کې جمهوررئيس وويل دپخواني شوروي اتحاد پوځونو افغانستان ته په غرونو کې داوسيدلو لپاره نۀ بلکې گرمو اوبو ته درسيدلو لپاره راغلي وؤ، خو مونږ په دغه جنگ کې په برخې اخستو خپل هيواد ژغورلى ؤ او کۀ چرې په هاغه مهال امريکا زمونږ مرسته نۀ وه کړې نو کيدى شي مونږ دروس مخه نۀ وى نيولې.
دنوموړي وينا وه امريکا وايي القاعده، پاکستان، عراق ، افريقا او حتي په ټولو هيوادنو کې ځيلې لري خو مونږ ورته ويلي دي چې کۀ په پاکستان کې دالقاعده په هکله معلومات لري نو بايد مونږ ته يې راکړي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې اصف علي زرداري وويل بلوچستان دپاره چې حکومت دکوم پيکج اعلان کړى دى هغه پيل دى او مونږ غواړو دغه صوبې ته خپل ټول حقونه ورکړو.
هغه دا هم وويل چې دصوبه سرحد اولس به هم ډير زر دپارلمان څخه دخپلې صوبې دنوم دبدليدلو زيرى واوري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG