لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست : عملياتو کې 27 طالبان وژل شوي دي


د پاکستان دپولې سره نزدې دافغانستان په ختيز ولايت کې دسرحدي پوليسو په يوه پوسته دطالبانو دبريد څخه وروستو په ځوابي عملياتو کې 27 طالبان وژل شوي دي.
دپولې ساتونکي پوليسو مشر شيراحمد کوچي په دغه اړه خبريالانو ته ويلي دغه پيښه په تنايي اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده.
هغه وويل طالبانو دغلته دپاکستان او افغانستان دگډې پولې سره نزدې دسرحدي پوليسو په يوه پوسته بريد وکړو چې له دې وروستو پوليسو دهغوي په ضد ځوابي عمليات پيل کړل.
دشيراحمدکوچي له مخې په دغو عملياتو کې افغاني پوليسو ته دائتلافي ځواکونو مرسته هم ترلاسه وه.
دنوموړي له مخې دغه نښتې ترڅو ساعتو دوام ولرلو چې پکې 27 طالبان ووژل شول.
دپوليسو مشر وويل په وژل شوؤ کې زياتره غيرملکيان دي.
دسرحدي پوليسو مشر وويل دطالبانو په بريد کې پوليسو ته کومه مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.
هغه دا هم وويل چې د13ؤ طالبانو مړي په ميدان پاتې شوي دي او يو چيچن طالب په ژوبل حالت کې نيول شوى دى.
طالبانو تر دې مهاله ددغه پيښې په اړه خپل دريځ نۀ دى په ډاگه کړى.
په دې وروستيو کې دافغانستان دننه دافغاني او ائتلافي ځواکونو په ضد بريدونو کې چټکتيا رامينځته شوې ده او په افغانستان کې دائتلافي ځواکونو امريکايي کمانډر جنرال سټينلى ميکرسټل په دې نظر دى چې په دغه هيواد کې دطالبانو دمقاومت چقولو دپاره نورو ائتلافي ځواکونو ته اړتيا ده.
دطالبانو دمشر ملا محمد عمر له خوا تيره ورځ دطالبانو په يوه ويب پاڼه خپور بيان کې ويل شوي وؤ، افغانستان ته که هر څومره بهرني ځواکونه راشي خو گټه به ترلاسه نۀ کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG