لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني : افغانستان کې دپوځ زياتوالي سره جنگيالي دپاکستان مخه کولى شي


د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وايي په افغانستان کې دامريکايي پوځ زياتوالي سره جنگيالي دپاکستان مخه کولى او وضعيت نور هم پيچلى کيدى شي.
دجرمني يوخبري اژانس سره مرکه کې دپاکستان وزيراعظم وويل بايد اوباما انتظاميه دافغانستان لپاره نوې تگلاره دپاکستان په صلاح مشورې سره جوړه کړي او کۀ چرې په دغه تګلاره کې پاکستان له پامه وغورځول شو نو په سيمه کې به نوره بې ثباتي هم رامينځته شي.
هغه وويل پاکستان په افغانستان کې دامريکايي پوځ په شميره کې په زياتوالي واشنگټن دخپلو انديښنو څخه خبر کړى دى.
وزيراعظم وويل پاکستان دتندلارو په ضد کوټلي عمليات ترسره کوي چې اعتراف يې هم کيږي خو مونږ ته دنړيوالې ورورولۍ دنورې مرستې ضرورت دى.
گيلاني په سوات کې دتندلارو په ضد دعملياتو په اړه وويل بايد نړۍ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان سره تکنيکي مرسته وکړي.
هغه زياته کړه کۀ چرې په افغانستان کې دناټو دوژل شوؤ او ژوبل شوؤ پوځيانو شميره راغونډه کړو نو هغه به دپاکستاني پوځ دوژل شوؤ عسکرو څخه کمه وي.
هغه وويل دپاکستان او افغانستان په گډه پوله دطالبانو په ضد کارروايۍ لپاره بايدلويديز هيوادونه گډه تگلاره جوړه کړي.
دپاکستان وزيراعظم دغه څرګندونې وروستو له هغې کړي دي چې ټاکل شوې ده ډير زر دامريکا جمهوررئيس براک اوباما افغانستان ته نور د٣٠ؤ زرو عسکرو دليږلو اعلان هم وکړي.
ددې ترڅنګ تيره ورځ دناټو عمومي سکتر دناټو په غړو هيوادونو غږ کړى ؤ چې دامريکا په څير بايد هغوي هم خپل نور پوځيان افغانستان ته وليږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG