لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایراني پارلیمان حکومت نه غوتنه کړې ملگروملتونوسره دې مرسته کمه کړي


د ایران پارلیمان په حکومت غږ کړی دی چې د ملگرو ملتونو ایټمي ادارې اي ای اي ای سره دې همکارې کمه کړي. ددغه خبرداری دوه ورځې وړاندې اي ای اي ای ویلي وو چې ایران ورسره مرسته نه کوي.
د ایران د پارلیمان سپیکر علې لاریجاني د اتوار په ورځ وینا کې په غربي نړۍ غږ اوکړو چې په ایران دې د فشار اچولونه ډډه اوکړي گني نو د ایران پارلیمان به په دي مجبوره شي دملگرو ادارې په اړه د هیواد تگ لارې ته بیا کته اوکړي.
د پارلیمان غړو ته د وینا په مهال هغه اویل چې په ایران فشار د پخواني وخت لوبې دي او ایران سره د ایټمې پروگرام په موضوع خبرواترو کې به دا هیڅ مرسته وونه کړي.
علې لاریجاني د امریکا په شمول برطانیه، فرانس، روس، چین او جرمي ته خبرداری ورکړو چې ایران دې په دې نه مجبوروي چې د مرستې کولو په ځاې بله کومه لاره غوره کړي.
ددې ورسته د پارلیمان غړویو قرارداد اولستو چې پکښې د حکومت نه غوتنه شوې وه چې د اي ای اي ای سره دهمکارۍ کمولو پلان دې جوړ کړي.
د جمعې په ورځ د اي ای اي ای لخوا د ایران د ایټمي سرگرمو غندلو ورسته ایراني چارواکو سخت ردعمل ښودلی دی. د اي ای اي ای قرارداد کې په ایران نیوکې شوې وې چې د نړې والې ټولنې د غوتنو باوجودنه یواځې د یورینیم جوړولو کار نه دې تړلی بلکه بله ایټمي بټۍ يي په پټه جوړوله.
اي ای اي ای غواړي چې ایران دې په فرداؤ کې د یورینیم جوړولوکارخانې جوړولو باندی کار بند کړي. د ملگرو ملتونو اداره دا هم وايي ایران باید د وړاندې نه د قوم سره نزدې ددغه بټۍ په هکله معلومات وړاندې کړې وی. اي ای اي اي داهم وايي چې ایران دې دا پخلی هم اوکړې چې بله داسې کومه بټۍ خو يي په راز کې نه ده ساتلي.
چین او رروس چې د ایران سره نزدي تعلقات لري، هم د اي ای اي ای لخوا د ایران په غندنه کې شریک هیوادونه او.
په تهران کې د ډیرو چارواکو لپاره د روس او چین د ایران مخالف تگ د حیرانیته وړ خبره وه.
روس او چین د ایران سره ژور تجارتي تړونونه لري. داسې گنړلی کیږي د دوې لخوا ایران پلوه دریز ونو ایران د نړي والو بندیزونونه بچ ساتلی دی.
دایران د ایټمي پروگرام په مسله تاؤ تریخوالی د اي ای اي ای ددې تجویز په مسله راپورته شوی دی چې ایران دې د یورینیم څه برخه د هیواد نه بهر لیگي چې دایقیني کړی شي چې ایټمي وسله نه جوړوي.
ایران دا خبره ردوي چې د ایټمي پروگرام هدف يي وسله جوړول دي. او اي ای اي ای ته يي خپل تجویزونه ورکړي دي چې د ملگرو ملتوو ادارې نه دي خوښ کړې.
هم د اتوار په ورځ د پارلیمان غړو د غربي هیوادونو لخوا په ایران د انساني حقوقو د سرغړوني تورونه د ردولو هڅه اوکړه.
د پارلیمان غړو په امریکا او برطانیه کې د انساني حقوقوسرغړونه برسیره کولو لپاره شل میلینه ډالره مختص کړی. دوې اویل چې دغه پیسې به هغه گوندونو ته ورکړی کیږي چې د امریکې او برطانيي مخه نیسي. داسې قسم وینا د حماس او حزب الله گوندو په هکله کیږي. امریکه دواړه ترهگر ډلې گځولې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG