لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ وايي  دباړې عملياتو کې تراوسه 61 ترهه گر وژل شوي دي


چارواکو دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې دبرياليتوب ادعا کړې ده او ويلي يې دي چې په دغو عملياتو کې په گڼ شمير کې ترهه گر وژلي دي او په دروند مقدار کې يې ترې وسله او چاؤديدونکي مواد هم لاسته راوړي دي.
دگل په ورځ پۀ پيښور کې دعملياتو مشر بريگيډئير فياض محمود خبريالانو سره په خبرو کې وويل دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې روانو عملياتو کې تراوسه 61 شکمن ترهه گر وژل شوي او 87 نور نيول شوي دي چې پلټنې ترې روانې دي.
هغه وويل ددغو ترهه گرو دقبضې څخه په دروند مقدار کې وسله لاسته راوړل شوې چې پکې غيرملکي جوړ کړل شوي گوله بارود هم شامل دي.
بريگيډئير فياض وويل ددغو ترهه گرو دپلټنو په مهال په ورانکاريو کې دبهرنيو طاقتونو دککړيدو شهادتونه هم ترلاسه شوي دي.
نوموړي وويل چې په اولسي ملاتړ سره به دغه سيمې دترهه گرو څخه پاکولى او دحکومت واک چيلنج کوونکو ته به سخت ځواب ورکولى شي.
اخوا دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې هم دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.
دگل په ورځ دپاکستان دپوځ لخوا دجاري کړل شوي يو بيان له مخې دتير يو شواروز په مهال دجنوبي وزيرستان په لدها سيمه کې دتندلارو لخوا په امنيتي ځواکونو راکټي بريد کې يو عسکر ژوبل شوى دى.
بيان کې ويل شوي دي کولال راغزۍ کې دلټونې کار روان دى او په ټانک کې دلټونې دعملياتو په مهال يو شکمن تن نيول شوى دى.
بايد وويل شي په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې داکتوبر په ١٧مه نيټه دپاکستان پوح دطالب جنگيالو په ضد عمليات پيل کړي وؤ چې پکې تراوسه فوځ دشلگونو ترهه گرو دوژنې ادعا کړې ده.
په دغو عملياتو کې دپاکستان دپوځ دوياند ميجر جنرال اطهر عباس له مخې تراوسه د600ؤ څخه زيات جنگيالي او 70 پوځيان وژل شوي دي خو ازادو سرچينو ددغه پوځي ادعا پخلى نۀ دى کړى.

XS
SM
MD
LG