لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما: افغانستان ته د30ؤ زرو پوځيانو دليږلو اعلان کړى دى


د امريکا جمهوررئيس براک اوباما د دافغانستان لپاره دنوې ستراتيژۍ له مخې افغانستان ته دنورو 30ؤ زرو پوځيانو دليږلو اعلان کړى او ويلي يې دي دکال 2011ء دجولايي د مياشتې څخه به دافغانستان څخه دپوځيانو ويستل پيل شي.
براک اوباما وايي افغانستان کې برياليتوب په پاکستان پسې اړه لري.
دبراک اوباما له مخې القاعده دپاکستان اټومي وسلو ترلاسه کولو ته ليواله دى او په دغه هيواد کې دالقاعده خوندي ځالې دامريکا لپاره دزغم جوگه نۀ دي.
دنيويارک په ويسټ پوائنټ پوځي اکيډيمۍ کې ميرينز ته دوينا په وخت جمهوررئيس اوباما وويل امريکا دافغان جگړې په لړ کې درنې قربانۍ ورکړي دي او ددغې جگړې دگټلو دپاره به نور ٣٠ زره امريکايي پوځيان هم افغانستان ته ليږلى شي.
داوباما په وينا ددغه پوځيانو دليږلو مقصد تندلاري له مينځه وړل دي.
هغه وايي کله چې دترهه گرو ، تندلارو او القاعده په ضد روانه جگړه کې کوټلي برياليتوبونه ترلاسه شي نو دکال 2011ء دجولايي دمياشتې څخه به ددغه هيواد څخه دبهرنيو ځواکونو وتل پيل شي.
دامريکا جمهوررئيس وويل امريکا په افغانستان کې روانه جگړه پايې ته رسول غواړي.
هغه په ډاگه کړه چې امريکا نۀ غواړي دغلته خپله قبضه وکړي.
براک اوباما وويل دالقاعده دله مينځه وړلو دپاره نړيواله ټولنه په گډه کار کوي.
دهغه وينا وه په افغانستان کې دنړۍ امن او دائتلافي هوادونو وقار په داؤ لگيدلى دى او په برياليتوب سره ددغې جگړې پايې ته رسولو لپاره به ائتلافي هيوادونو ته دخپلې مرستې ملگرتيا لاسونه نور هم مضبوطول وي.
هغه وويل القاعده دا وخت هم دنوؤ بريدونو پلانونه جوړوي.
دبراک اوباما په وينا په پاکستان کې دالقاعده خوندي ځالې دامريکا دپاره دزغملو نۀ دي ځکه چې القاعده دپاکستان اټومي وسلې خپل لاس ته راوړل غواړي.
هغه دا هم وويل چې دتندلارو څخه کراچۍ ، اسلام اباد او دپاکستان نورو ښارونو ته هم گواښونه پيښ دي.
نوموړي وويل په افغانستان کې کۀ وضعه هر څو خرابه ده خو بيا هم دويتنام په څير نۀ ده.
نوموړي وويل امريکا به دپاکستان او افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي ، ځکه چې امريکا او پاکستان ديو رقم دښمن سره مخ دي.
براک اوباما دا هم وويل امريکا دافغان جگړې نور زيات لگښتونه نۀ شي منلى او دغه هيواد کې به دامريکا پوځونه تر نامعلومې مودې نۀ پاتې کيږي.
جمهوررئيس وويل دالقاعده په ضد به په يمن او صوماليه کې هم گامونه اخستل کيږي.
هغه وويل د يوولسم ستمبر دپيښو څخه راپديخوا دترهه گرۍ په ضد پيل کړل شوې جگړه يواځې دامريکا جنگ نۀ دى بلکې دپاکستان اولس ته هم دتندلارو دلاسه زياتې خطرې پيښې دي.
براک اوباما يو ځل بيا په ډاگه کړه چې دامريکا او اسلامي نړۍ ترمينځ گيلې مانې ختمول غواړي.
هغه وويل امريکا په نړۍ دغلبې ليواله نۀ ده ، بلکې مونږ دراتلونکو نسلونو دغوره سباؤن دپاره په جگړه بوخت يو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG